ویب ډیسک
د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت په ډيره اسماعيل خان کې د پولیسو پر يو مرکز وسله وال برید کې لږ تر لږه ۱۰ تنه پوليس وژل شوي او شپږ نور ژوبل دي.
د رويټرز له راپور سره سم، دا بريد نن (دوشنبه، ۱۶ د سلواغې) پر سيمهييز وخت ۰۳:۰۰ بجې په «دارابان» سيمه کې شوی دی.
له دې راپور سره سم، وسله والو بريدګرو لومړی په سنايپر وسلو د پوليسو حوزه په نښه کړې او وروسته دې مرکز ته داخل شوي دي.
رويټرز په دارابان کې د پوليسو د څارنې د مرستيال ملک عنيس الحسن په وينا ليکلي: «ترهګرو د پوليسو حوزې ته تر ننوتلو وروسته له لاسي بمونو استفاده وکړه چې پوليسو ته يې نور تلفات هم واړول.»
د پاکستان جيونيوز رسنۍ ليکلي، چې بريدګر تښتېدلي دي.
له دې راپور سره سم، د پاکستان امنيتي ځواکونو سيمه محاصره کړې او د تښتېدلو وسله والو د لټون عمليات يې پېل کړي دي.
د دې بريد مسووليت تر اوسه هيڅ ډلې نه دی منلی.
د ۲۰۲۲ کال پر مهال چې کله پاکستاني طالبانو د دې هيواد له دولت سره اوربند پای ته ورساوه، په دې هيواد کې بريدونو په ځانګړې توګه چې امنيتي ځواکونه په کې په نښه کېږي، زور واخيست.
په پاکستان کې د ټولټاکنو په را نږدې کېدو سره د داسې تاوتريخوالي زياتوالي امنيتي انديښنې را پيدا کړې دي.


