یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍمارکو روبیو اعلان وکړ، چې د چینايي محصلینو ویزې به په جدي...

مارکو روبیو اعلان وکړ، چې د چینايي محصلینو ویزې به په جدي توګه لغوه کړي.

ویب ډیسک

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو اعلان وکړ، چې د چینايي محصلینو ویزې به په جدي توګه لغوه کړي.

 

دا ګام وروسته هغې په ځانګړې توګه د چین کمونست ګوند سره تړاو لرونکو او په حساسو برخو کې پر زده کړو د بوختو چینايي زده کوونکو پر وړاندې اخیستل کېږي، چې په هارورډ پوهنتون کې د بهرنیو محصلینو د منلو اجازه هم لغوه شوه.

 

د متحده ایالاتو بهرنیو چارو وزیر همداراز ویلي، چې د چین او هانګ کانګ د راتلونکو ویزو غوښتنلیکونه به د سختو معیارونو پر بنسټ ارزول کېږي.

 

رویټرز راپور ورکړی، که دغه اقدام په پراخه کچه پلی شي، دا به د امریکايي پوهنتونونو د عوایدو یوه مهمه سرچینه له خطر سره مخ کړي او د ټکنالوژۍ شرکتونو لپاره به د ظرفیتونو مخنیوی وکړي.

 

که څه هم د بهرنیو محصلینو په ځانګړې توګه د چینايي زده کوونکو د ویزو ختمول به په امریکا کې د پوهنتونونو لپاره مالي کړکېچ رامنځته کړي، خو متحده ایالات دا ګام د ملي امنیت په موخه اخلي.

 

د چین چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې یې په هارورډ پوهنتون کې په ځانګړې توګه د چینايي محصلینو د داخلې اجازې لغوه کولو غبرګون کې د خپلو وګړو د قانوني حقوقو پر ساتنې ټینګار کړی و.

 

# #US #China @SecRubio @Harvard @ChineseEmbinUS

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه