ویب ډیسک
د روسیې امنیت شورا منشي، سرګي شویګو وايي د روسیې له لوري د طالبانو پر فعالیتونو د بندیز لغوه کولو پرېکړه به له کابل سره د لا زیاتو همکاریو لپاره لاره هواره کړي.
شویګو د شانګهای سازمان یا SCO غړو هېوادونو د امنیت شوار د منشیانو په یوه نارسمي ناسته کې ټینګار کړی، چې باور لري دا ګام به د روسي او افغان ولسونو د ګټو لپاره له طالبانو سره د نورو همکاریو زمینه برابره کړي.
د روسیې سترې محکمې د تېر اپرېل په ۱۷مه، د دغه هېواد د لوی څارنوالۍ د غوښتنې پر بنسټ، د طالبانو د خوځښت پر فعالیتونو د بندیز ځنډولو پرېکړه وکړه.
که څه هم طالبانو د روسیې دا اقدام بې ساری ګڼلی و، خو تېره ورځ یې دفاع وزیر، اندري بېلووسف وویل، چې په افغانستان کې لا هم ترهګریزې ډلې د مرکزي آسیا په سیمه کې امنیت ته ګواښ دي.
طالبانو دا ادعا رد کړه او ویې ویل، چې په افغانستان کې هېڅ خپلسرې ډلې نشته او د ترهګرو ډلو د موجودیت مفکوره یې د امریکا او نړیوالې ټولنې د موجودیت پر مهال رامنځته شوې وبلله.
طالبان داسې مهال په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د موجودیت ادعا ردوي، چې له داعش وسله والې ډلې سره په جګړه بوخت دي او د معلوماتو له مخې د پاکستان په امر یې د ټي ټي پي غړي هم دغلته نیولي دي.
کارپوهان وايي، روسیې د طالبانو تر کنټورل لاندې افغانستانه د موجودو امنیتي اندېښنو رفع کولو او د سیاسي او اقتصادي ګټو په نظر کې نیولو سره د دې ډلې پر ترهګریزو فعالیتونو بندیزونه ځنډولي دي.
# #Afghanistan #Russia #Politics


