یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد افغان طالبانو د مشر مولوي هیبت الله اخوندزاده مهم امر: په...

د افغان طالبانو د مشر مولوي هیبت الله اخوندزاده مهم امر: په پاکستان باندې بریدونه منع دي

ویب ډیسک

د افغان طالبانو مشر، حضرت مولوي هبت الله اخوندزاده، یو مهم شرعي حکم (فتوا) صادر کړی دی، چې له مخې یې په افغانستان کې ټول افغان اتباع، افغان طالبان، د حافظ ګل بهادر ډله، او د منع شوي تحریک طالبان پاکستان (TTP) په ګډون هر ډول ډله په پاکستان باندې د برید کولو څخه په کلکه منع دي.

دا امر په رسمي ډول د کابل په حضرت امیر حمزه پوځي اکاډمۍ کې د ۴۰۰ پولیسو افسرانو د پاس آوټ پریډ په مراسمو کې تایید شو، د اکاډمۍ قوماندان، سیدالله سعید، د طالبانو د نورو مشرانو په شتون کې په څرګنده توګه اعلان وکړ:

»هر هغه ډله یا فرد چې په بل هیواد، په ځانګړې توګه پاکستان برید کوي، د امیر المجاهدین مولوي هیبت الله اخوندزاده له امر څخه په څرګنده سرغړونه ده، او داسې عناصر به ‘مجاهدین’ ونه ګڼل شي.»

دا اعلان د افغان مشرتابه له خوا یو روښانه او څرګند پیغام دی چې د افغانستان خاوره به د ګاونډیو هېوادونو پر ضد د کارولو اجازه ورنکړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه