لیکنه: ډاکتر نصیر احمد احمدزی
ملت یواځې د مشترک خاورې نوم نه دی، ملت د ګډ وجدان، ګډ هدف، تاریخي حافظې، او د مسئولیت د قبلولو نوم دی.
په وروستيو کلونو کې، د افغانانو په ټولنه کې، که د کور د ننه وي او یا بهر، تر ټولو د پام وړ او څرګندې شوې کړنې، روحیه د جوړونې، ژمنتیا او د مسئولیتمنل نه، بلکې یوه اندېښمنوونکې پدیده ده چې “د شعارونوتر سیوريلاندي وطن پالنه” بلل کېږي. دا یو داسې شعار دی چې بڼه یې درنه، خو منځپانګه یې تشه ده، او له ريښتيني باور او عمل څخه لرې، یوازې دعوه، ادعا او تظاهر ته ورته ده.
موږ ډېر وخت د وطندوستۍ نعرې وهوو، خو چې عمل ته راشو، بیا بهانه کوو، یا له مسئوليته تښتو، او یا خپلو فردي، قومي، تنظیمي او ژبني ګټو ته تسلیمېږو. زموږ د ټولنیز خبرې اتري عمده بڼه، یوه نه ختمېدونکې نارضايتي او د بل پر غندنه ولاړه ده. داسې انګېرل کېږي چې ګواکې موږ، له تاریخي ریل څخه په پټو سترګو ښکته شوو، په شاتګ، ویجاړۍ، فساد او ډلهييز مهاجرت کې هېڅ نقش نه لرو.
دا د تظاهر کلتور یوه ژوره ټولنیزه ستونزه ده !
زه چې کله ناکله په غوندو کې په حضوري بڼه یا د میډیا له لورې وینم د اوښکو تویول، په مجازي پروفایلونو کې د بیرغ انځورونه، او یا له ملي شاعرانو د شعارونو اقتباس کول، دا هر څه که څه هم بڼه کې هیواد پالنه ښکاري، خو په حقیقت کې دا یواځې ځان دوکه کول او د نورو تېرايستل بریښي. زموږ لپاره وطن یوازې یوه رومانتيکه خاطره ده، نه یو اخلاقي او سیاسي مسئولیت.
که له ځانه وپوښتو چې څو سلنه موږ واقعاً د وطن د جوړونې، د خلکو د حقونو دفاع، د ادارو د اصلاح، او د بېعدالتۍ پر وړاندې څه کړي دي، نو ځواب به ډېر خواشينوونکی وي. ډېر مو غوره ګڼلي چې له فاسده سیسټم سره معامله وکړو، د تبعیض پر وړاندې مقاومت پر ځای، ځان پکې ور ګډ کړو، او د عدالت پر ځای، خپلو کوچنیو قومي یا ژبنیو ګټو ته قانع شو.
همدارنګه په مهاجرت کې، دا حالت مو لا هم ډېر خواشينوونکې ده. ډېری افغانان چې بهر مېشت دي، یا خو د کوربه هیواد فرهنګ ته دومره ور ګډ شوي چې له خپل تېر شرمیږي، یا بیا د مجازي پوپولیزم ښکار شوي، چیرته چې وطنپالنه یوازې په مجازي نړی کې د انځورونو خپرولو، یا نوستالژیکو سندرو ته راټیټه شوې ده.
واقعیت دا دی چې نه مو خپله هویت ساتلی، نه مو خپل اولادونه له خپلې ژبې، تاریخ او ریښو سره بلد کړي دي. د کوربه هیواد فرهنګ درناوی مو بدل کړی دی په بېفکرانه تقلید، چې له تېر څخه د انکار بڼه لري. آیا دا وطندوستي ده؟ که نه یو ډول بېریښيتوب، چې تر شا یې د علم او پوهاوي ټیته سویه او عقدې پټې دي؟
ملي کړکېچ، د ګډ مسئوليت د نه منلو پايله ده نه دا چې ملامتیا پر نورو وتمبول شئ!
هیڅ ملت د بل چا پر فداکارۍ، او د خپل مسئولیت له پرېښودو سره پرمختګ نه دی کړی. هغه افغانستان چې موږ یې نن یوازې په انځورونو کې مینه کوو، د لسګونو کلونو د مسئوليت نه منلو، د نوې نسل د سمې روزنې له پرېښودو، د ظلم سره د جوړجاړي، او په سیاست او ټولنه کې د دوامدارې ریاکارۍ قرباني دی.
ملت یواځې د مشترک خاورې نوم نه دی، ملت د ګډ وجدان، ګډ هدف، تاریخي حافظې، او د مسئولیت د قبلولو نوم دی. خو موږ لا هم د “ناپخې ملت” په پړاو کې ایسار پاتې یو.
چیرته چې شعار ویل تر جوړولو آسان دي!
ژړا کول تر پاتې کېدلو آسان دي !
او دعوه کول تر عمل کولو خوندور دي !
دا لیکنه د غندنې لپاره نه ده، بلکې د وجدان د ویښولو لپاره ده. که موږ له تېر پښېمانه یو، نو باید دا پښېماني د عمل، صداقت، مطالعې، همکارۍ، او د افغانانو ترمنځ د شکیدلو پُلونو د بیا جوړونې له لارې جبران کړو. هیواد زموږ ناروغه مور ده، که واقعاً ورسره مینه لرو، باید غېږي ته له عقل، اخلاق، اراده او پلان سره.ور وګرځو.
تر هغه چې د هېوادپالنې تفکر په واقعي بڼه بیرته راژوندی نه شي، وطن به زموږ لپاره یوازې یوه خاطره پاتې وي، او وطندوستي به یوازې، د ځان او نورو د فریب لپاره یو تعامل وي.


