یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍډونالډ ټرمپ وایي ایران سره په خبرو اترو کې پرمختګ شوی

ډونالډ ټرمپ وایي ایران سره په خبرو اترو کې پرمختګ شوی

ویب ډیسک

د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي ایران سره په خبرو اترو کې پرمختګ شوی، خو پر روس د نورو بندیزونو لګولو په اړه غور کوو.ي

 

هغه زیاته کړې، له ایران سره ډېرې ښې خبرې اترې شوي او په مذاکراتو کې پرمختګ لیدل شوی.

 

ټرمپ وایي، د روس ولسمشر پوتین خلک وژني او له همدې امله له نوموړي ناخوښه دی، چې له همدې امله پر روسیې د نورو بندیزونو لګولو غور کوي.

 

د یادونې وړده، چې د جمعې په ورځ په روم کې د ایران او متحده ایالتونو ترمنځ د اټومي خبرو اترو پنځم پړاو پای ته ورسېد.

د متحده ایالتونو چارواکو په وینا، دواړو خواوو په راتلونکي کې د بیا لیدو پرېکړه کړې ده.

 

دوی وایي، د متحده ایالتونو او ایران ترمنځ خبرې اترې رغنده وې، په مذاکراتو کې پرمختګ شوی، خو دواړو هېوادونو ته د نور کار کولو اړتیا ده.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه