دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد افغان د حکومت استازي مسکو کې نړیواله امنيتي غونډه کې کوي

د افغان د حکومت استازي مسکو کې نړیواله امنيتي غونډه کې کوي

ویب ډیسک

ټاکل شوې په افغانستان کې د افغان واکمن د حکومت استازي به په لومړي ځل د روسیې په مسکو کې د امنیتي مسایلو په اړه په ۱۳مه نړیواله غونډه کې ګډون وکړي.

د روسیې دولتي خبري اژانس تاس د دغه هېواد د ملي امنیت شورا په حواله راپور ورکړی چې د طالبانو د حکومت غړي به د لومړي ځل لپاره د امنیتي مسایلو د لوړپوړو استازو په غونډه کې ګډون وکړي.

دا غونډه د مې میاشتې له ۲۷مې تر ۲۹مې نېټې پورې په مسکو کې جوړېږي، چې په کې به د جنوب ختیځې اسیا د ټولنې غړي هېوادونه، بریکس هېوادونه، د شانګهای د همکارۍ سازمان او د خپلواکو، هم ګټو هېوادونو د سازمان استازي ګډون کوي او د سېمې او نړۍ پر وضیعت به غیر رسمي څو اړخیزې خبرې اترې او بحثونه کوي.

د طالبانو حکومت تر دې دمه په رسمي توګه په دې غونډه کې د ګډون په اړه څه نه دي ویلي.

روسیې په وروستیو کې د طالبان د ممنوعه ډلو له لیست ایستلي او په افغانستان کې د طالبانو د بیا ځلي واکمنۍ راهېسې د طالبانو حکومت یې که څه هم په رسمیت نه دی پیژندلی خو ورسره نژدې اړیکې پالي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه