ويب ډیسک
د هیل راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشران اوباما، ټرمپ او بایډن په افغانستان او عراق کې د امریکا د ناکامو جګړو وارثان دي او د جورج ډبلیو بوش د «دیموکراسۍ د رامنځته کولو» داستان په بشپړه توګه په دواړو هیوادونو کی پلي نه شو .
په دې راپور کې دا هم ویل شوي چې له طالبانو سره د تړون د لاسلیکولو لپاره د ډونالډ ټرمپ د ادارې کړنې په افغانستان کې دي ماتې ته «شدت» ورکړی.
د هیل راپور له مخې، د دې تړون لاسلیک دومره «لنډ فکر» و چې د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو لاسلیک نه کړ او زلمي خلیلزاد ته یې پریښود.
په همدې حال کې په مسکو کې د داعش له وروستي برید او د دغې ډلې د نړیوالو ګواښونو په اړه له خبرداري وروسته، د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایک مک کال ویلي ،چې له افغانستانه تر وتلو مخکې باید په خراسان کې د داعش خراسان د فعالیت وړتیا کمه شوې او «ارزونه » شوي واي .


