ويب ډیسک
د امریکا ولسمشر جوبایډن د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت په خبرو کې ویلي؛ دا میاشت په داسې حال کې را رسېدلې، چې د غ.زې جګړې د ف.لسطین ولس له سختو کړاوونو سره مخ کړی دی.
بایډن ټینګار کړی، چې روژه د فکر او ځانجوړونې میاشت ده.
د هغه د خبرو په یوه برخه کې راغلي: سږکال دا میاشت د سخت درد په وخت کې راغلې ده. د غزې جګړې د فلسطین ولس ته سخت زیان رسولی دی. له ۳۰ زره ډېر ف.لسطینیان وژل شوي، چې ډېري یې ولسي وګړي او زرګونه یې ماشومان دي.
بایډن زیاته کړې، چې د اسرائیلو لهخوا د پیل شوې جګړې له کبله دوه میلیون ف.لسطینیان بې ځایه شوي او ډېري یې خوراکي توکو، اوبو، درملو او سرپناه ته اړتیا لري.
هغه وایي: په داسې حال کې، چې په راتلونکیو ورځو او اوونیو کې د نړۍ د ګوټ – ګوټ مسلمانان د روژې ماتولو لپاره راټولیږي؛ د ف.لسطین د خلکو درد به د ډېرو ذهنونو ته راځي او زما ذهن هم ترې بې برخې نهدی.
بایډن ویلي؛ اداره به یې د ځمکې، هوا او سمندر له لارې غزې ته د نورو بشري مرستو رسولو او همدارنګه د اسرائیل او ح.م.اس ترمنځ د یرغمل شویو خوشې کولو د هوکړې د یوې برخې په توګه لږ تر لږه د شپږ اوونیو لپاره د اوربند رامنځته کولو هڅې روانې وساتي.
هغه یو ځل بیا ټینګار کړی، چې دایمي سولې ته د رسېدو یوازنۍ لار دوه دولتی حل دی.


