دو کالو کې نږدې پنځه زره بهرني سیلانیان افغانستان ته راغلي.

0
79

ويب ډیسک

د سرپرست حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي چې په تېرو دوو کلونو کې له بېلابېلو هېوادونو نږدې پنځه زره بهرني سیلانیان هېواد ته راستانه شوي دي.

د یاد وزارت مسلکي مرستیال، مهاجر فراهي په هېواد کې د سیلانیانو لپاره د هېواد امنیت ښه بللی او په وینا یې چې اسلامي امارت د ګرځندویانو لپاره آسانتیاوې رامنځته کړې دي.

تر دې وړاندې د سرپرست حکومت مسوولینو غزني، هرات، بدخشان ولایتونو ته د بهرنیو سیلانیانو د ورتګ خبر ورکړی و.

بلخوا دوو بریتانیوي شرکتونو (اګینست دی کومپاس او انتیمید بورډ) اعلان کړی چې افغانستان ته د بهرنیو سیلانیانو ورتګ د پخوا په څېر څو چنده زیات شوی دی.

دغو شرکتونو ویلي چې کابل، بامیان، هرات، بلخ او غزنی هغه ولایتونونه چې د تاریخي سیمو د لیدنې لپاره د سیلانیانو ورتګ زیات شوی دی.

په ورته وخت کې د سرپرست حکومت د شمېرو له مخې چې په تېره یوه میاشت کې له دریو زرو ډېر بهرني سیلانیان افغانستان ته راغلي او بېرته وتلي دي.