ويب ډیسک
د چین بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغانستان سرپرست حکومت به هغه مهال په رسمیت وپیژندل شي چې د بیلابیلو لورو اندیښنې په موثره توگه لیرې شي.
هممهاله دې وزارت ټینگار کړی چې افغانستان باید له نړیوالې ټولنې څخه حذف نشي.
چین بهرنیو چارو وزارت ویاند «وانگ ونبین» همداراز هیله څرگنده کړې چې افغانستان ټولشموله حکومت رامنځته کړي، معتدله داخلي او خارجي پالیسي اختیار کړي، له ټولو تروریستي قوتونو سره مبارزه وکړي او له خپلو گاونډیو سره دوستانه اړیکې ټینگې کړي.


