یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهمحب الله محب وايي: خلیلزاد «وایسرای» زموږ هېواد او نظام د ړنګولو...

محب الله محب وايي: خلیلزاد «وایسرای» زموږ هېواد او نظام د ړنګولو خواته روان کړی ؤ.

ويب ډیسک

د جمهوري نظام د ملي امنيت د شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب د دوحې د تړون د لاسليکېدو څلورمې کليزې په مناسبت پيغام کې زلمی خليلزاد د دې تړون انجينير بللی، هغه ته يې د وايسرای خطاب کړی او ويلي يې دي، چې «وایسرای» زموږ هېواد او نظام د ړنګولو خواته رهي کړی ؤ.

ښاغلي محب په خپلې اېکس پاڼې ليکلي، چې نن ټول د جمهوريت پر حکومتي چارواکو نيوکه کوي، خو اصلي خبره دا وه، چې امريکا، ت.البانو او سياسيونو نه غوښتل افغان حکومت د مذاکراتو برخه واوسي او مشروع حکومت یې تر پوښتنو لاندې راوستی ؤ.

د هغه په وينا، همدې لنډ څلور کلن تاریخ وښوده چې زموږ اندېښنې سمې وې او آن پخپله امریکایان هم د خپل پخواني ځانګړي استازي تړون او کړنې اوس ناسمې ارزوي.

ډاکتر محب يادونه کړې، چې د دوحې «انجنیر» په کابل او واشنګټن کې له خپلو هم فکرو کړیو سره د لاسلیک له لومړۍ ورځې تر دې دمه هڅه کړې چې د نظام د ړنګېدو او د وطن د کړېدو پړه په بېلابېلو پلمو او مصنوعي روایتونو له ځانه لرې او پر حکومتي مشرانو واچوي، خو چې څومره د دوحې اصلي بڼه بربنډېږي هومره د دوی سترګې ټیټېږي.

د ډاکتر محب د ت.البانو د واکمنۍ تېرو څه باندې دوو کلونو ته په اشارې سره ويلي، ت.البانو خپل ماهيت وښود، چې نه دي بدل شوي او د واک جنون او قرون وسطایي تفکر یې هماغومره پیاوړی دی چې په ۱۹۹۰ یمو کلونو کې ؤ.

د ملي امنيت د شورا سلاکار په وينا، د دوحې سند د ګندمک، پنجده، سیستان او ډیورنډ سندونو او تړونو په کتار کې بدنام ځای لري چې ټول د لویو قدرتونو په اشاره له افغانستانه د څه شکولو او د افغان ملت د کمزوري کولو په تکل شوي دي.

حمدالله محب د وړانديز په بڼه ويلي، افغانانو ته په کار ده چې د تجربو د تکرار پرځای، له هغو لوست جوړ کړي او د یوه واحد ملت په توګه یوازې د ملي ارزښتونو په چاپېر راټول شي.

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه