ويب ډیسک
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو په خپل راپور کې ویلي، د جمهوري نظام له سقوط وروسته ت.البانو قانوني او سازماني جوړښت له منځه وړی، په افراطي ډول ښځې ځپي او په تېرو شلو کلونو کې چې د جنسیتي برابرۍ په برخه کې کوم نسبي پرمختګ شوی ؤ، هغه ختموي.
راپور کې راغلي، چې ت.البان د دین په اړه خپل خاص تفسیر لري او همدا تفسیر په هغو افغانانو تحمیولي چې اکثریتو ته د ت.البانو دا شخصي تفسیر د منلو نه دی.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو زیاته کړې، افغانستان کې د بنسټيز شوي جنسیتي توپير ساری د نړۍ په هېڅ ځای کې نه لیدل کېږي. همداراز په راپور کې غوښتنه شوې چې نړیواله ټولنه دې د جنسیتي اپارتید لویې پدیدې ته د رسیدهګۍ لپاره لا ډېر معیاري ابزار او ستندردونه رامنځته کړي.
یاد راپور کې ویل شوي چې نړیواله ټولنه خپلې سترګې نه شي پټولی او د افغانستان ښځې او نجونې او د هغوی د معناداره مشارکت موضوع باید د هر بینالمللي بحث د اجنډا په لومړیو کې وي.
له ت.البانو غوښتنه شوې چې د بشري حقونو سندونو او ښځو سره د توپيري چلند د رفع کولو کنوانسین ته دې ژمن شي او د ښځينه حقونو د خوندیتوب او ودې په برخه کې د خپلو کړو ژمنو درناوی دې وکړي.
ت.البانو د دې راپور په غبرګون کې رسماً څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې یې د نجونو ښوونځي او پوهنتونه بندول او په نادولتي موسساتو کې د هغوی د کار بندیز خپله کورنۍ موضوع بللې وه چې بهرنیان باید په کې مداخله ونه کړي.


