دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍهند : بېلابېلو توکميزو ډلو ترمنځ په تاوتريخجنو نښتو کې له ۵۰...

هند : بېلابېلو توکميزو ډلو ترمنځ په تاوتريخجنو نښتو کې له ۵۰ زيات کسان وژل شوي

ويب ډیسک

د هند د شمال ختيځ غرنيو سيمو کې د بېلابېلو توکميزو ډلو ترمنځ په تاوتريخجنو نښتو کې له ۵۰ زيات کسان وژل شوي. تر دې پیښې وروسته یادې سيمې ته په زرونو عسکر هم رسېدلي دي.

د هندوستان د مانيپور آيالت په ايمفال ښار او د چوراچاندپور په ولسوالۍ کې روغتونونو د ۵۴ وژل شوو کسانو څخه خبر ورکړی دی. دغه خبره ځايي رسنيو د شنبې په ورځ کړې ده. د چهارشنبې په ورځ د يوې توکميزې ډلې د لاريون پرمهال د ترينګلتيا له کبله په زرونو عسکر مانيپور ته استول شوي ول.

تر دې پیښې وروسته ځايي چارواکو پر انترنت بنديز ولګاوه او په «افراطي حالاتو» کې يې عسکرو ته د ډزو کولو جواز ورکړ. د جمعې په ماښام د تاوتريخوالي په بيا زياتېدو سره وضعيت د شنبې په ورځ هم ترینګلی پاتې دی.

د احتجاجونو تر شا د مېتای توکم هغه غوښتنه ده چې هڅه کوي د حکومت له خوا د يوه «حفاظت شوي قوم» په حيث رسميت ترلاسه کړي. د هند قانون د دغه ډول قومونو له پاره د حکومتي دندو او پوهنتون ته د لارې موندنې په برخه کې ځانګړې ونډې او شاخصونه په نظر کې نيولي دي څو يې د جوړښتيز توپير مخه نيولې وي. مانيپور د هند په شمال ختيځ کې د ميانمار پولې ته څېرمه پروت دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه