ویب ډیسک
د افغانستان د پارلمان پخوانۍ غړې مريم سليمانخېل پاکستان کې د ت.البانو د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي سره د پښتنو ملتپاله ځينو مشرانو سره ليدنې ته په اشارې وايي، دا په اصطلاح پښتانه ملتپاله مشران په لوی لاس ت.البانو ته مشروعیت ورکوي.
اغلې سليمانخېل دوی ته په خطاب کې ويلي، ت.البان د افغانستان استازي نه دي چې تاسې په اسلام اباد کې ورسره ګورئ. دوی د پاکستان لاسپوڅي دي چې افغانستان ېې اشغال کړی.
نوموړې په دې ناسته کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين د نه ګډون پرېکړه ستايلې ده او مننه يې ترې کړې.
دغې ليدنې ته د غبرګونونو په دوام وتلي سياستوال محسن داوړ هم ويلي، پښتانه ملتپاله تل هغه کسان چې ت.البان یې له پښتنو سره تشبیه کړي، رد کړي دي. ښاغلي داوړ زياته کړې، د ترهګرۍ پر وړاندې دا مقاومت باید د سیاسي مصلحتونو قرباني نه شي، ځکه چې د پښتنو هویت په خطر کې دی.
اميرخان متقي د افغانستان، چین او پاکستان د درې اړخیز ډيالوګ د پنځمې ناسته کې د ګډون په موخه اسلام آباد ته تللی او هلته د يادې ناستې په څنډه کې له يو شمېر پښتنو مشرانو سره ليدلي دي.
#Afghanistan #Pakistan


