دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهنن د افغانستان د ملي امنيتي او دفاعي سرتېرو ورځ ده.

نن د افغانستان د ملي امنيتي او دفاعي سرتېرو ورځ ده.

ویب ډیسک

د افغان سرتېرو ملي ورځ؛‌ نن چهارشنبه د حوت يا کب نهمه د افغانستان د ملي امنيتي او دفاعي سرتېرو ورځ ده.

د جمهوري نظام له لوري دغه ورځ افغان سرتېرو ته د درناوي په پار ونومول شوه او په دې ورځ د سرتېرو د درناوي په موخه د هېواد ګوټ ګوټ کې غونډې ترسره کېدې، د سرتېرو د قربانیو او مېړانې یادونه به کېدله او سرتېري به د دولتي چارواکو او عام ولس له لوري د ګلانو په ډاليو نازول کېدل.

یو افغان سرتېری په همدې تړاو ليکلي: “موږ اوس نه یؤ خو ناهیلي هم نه یؤ”.

سږکال دا ورځ‌ د امنیتي او دفاعي ادارو یو شمېر پوځیان له افغانستانه بهر نمانځي.

دوی خپله اعلامیه کې ویلي، د دې ورځې لمانځنه د افغانستان د ټولو با عزته قومونو او پرګنو مسؤلیت دی.

تېر کال هم په همدې ورځ دوی په يوې اعلاميه کې ويلي ؤ، “د افغانستان د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو سرتېري په هېڅ سیاسي، ډلې، حزب، طرف، خاص قوم او اشخاصو پورې تړاو نه لري”.

اعلامیه کې راغلي ؤ، “موږ د افغانستان ملي ګټو، ملي ارزښتونو او د افغانستان د غیور او مېړني ملت سپېڅلو ارمانونو ته ژمن ؤ، يؤ او يؤ به”.

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه