ویب ډیسک
د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د تېرې ورځې د بندو دروازو تر شاه ناستې يو ځل بيا ټولنه کې د افغان ښځو پر مشارکت ټينګار کړی دی.
د راپورونو له مخې دغې ناسته کې د امنيت شورا د ۱۵ غړو له ډلې ۱۱ يې د ت.البانو له لوري د افغان نجونو او ښځو زورونه محکوم کړې ده.
د رسنيو د راپورونو له مخې د پرونۍ ناستې غړو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو پر موضوع د بحث تر څنګ له ت.البانو غوښتي، چې پر افغان ښځو دې د تعليم او کار بنديزونه ژر تر ژره لغوه کړي.
په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو وياند سټيفان دوجاريک بيا خبريالانو سره خبرو کې ويلي، چې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ګومارنې پر موضوع هم په جديت سره کار روان دی.
که څه هم ت.البانو تازه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو له دې وړاندې يې تل د م.م د نوي ځانګړي استازي ګومارنې سره مخالفت ښودلی دی.


