ويب ډیسک
افغان خبريال او فعال بلال سروري وايي، د دوحې له تېرې ناستې وروسته ت.البانو د خپلې لومړنۍ واکمنۍ په څېر د ولس د زورولو او پر دوی د بندیزونو لړۍ پراخه کړې ده.
ښاغلي سروري په خپل اېکس اکونټ ليکلي، “د ت.البانو د کندهار والي ملا شیرین چې د دوی د مشر هبت الله نږدې کس یادېږي، ټولو ادارو ته د مکتوب په لېږلو سره یې په رسمي او غیر رسمي مجلسونو او ناستو کې د تصویر او ویډیو اخیستل ممنوع کړل او دا چاره یې له اسلام سره په ټکر کې وبلله.
نوموړی زياتوي، دا راز د دوی د امر بالمعروف ادارې د رسنیو پر دفترونو چاپې زیاتې کړي او په جریان کې يې څو تنه خبریالان له ځانه سره د ورځو ورځو لپاره بندیان کړل.
بلال سروري يادونه کړې، چې ت.البانو دا رنګه په غزني او جوزجان ولایتونو کې دوه تنه په عام محضر کې اعدام کړل، په لغمان او بلخ ولایتونو کې هلکان او نجونې په درو ووهلې او دوی په وروستي اقدام کې د خوست ولایت په راډیوګانو کې د نجونو تعلیمي برنامې هم بندې کړې.
د هغه په باور، دا ټول بندیزونه د دوحې له ناستې د یوې اونۍ په تېرېدو ترسره شول او له حالاتو او پرېکړو داسې معلومېږي چې ت.البانو نږدې دوه نیم کاله د نړۍ سره د تعامل په نوم د خپلې لومړنۍ واکمنۍ پرېکړې تر امر ثاني ځنډولې وې، خو اوس چې د نړۍ سره د دوی د تعامل وروستۍ هیله هم پوره نشوه، نړۍ ته د زور ښودولو لپاره یې په ولس دا ډول ناکوبۍ پیل کړې.


