دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپخواني افغان امنيتي او دفاعي ځواکونه افغانستان کې په جدي توګه له...

پخواني افغان امنيتي او دفاعي ځواکونه افغانستان کې په جدي توګه له وژنې

ویب ډیسک 

د امريکا د پوځ يو پخوانی افسر مايکل سيزمار وايي، چې پخواني افغان امنيتي او دفاعي ځواکونه افغانستان کې په جدي توګه له وژنې، بې کارۍ او بې وزلۍ سره مخ دي.

مايکل سیزمار د پارلمان د بهرنيو اړيکو کميټې ته په وينا کې، د افغانستان پخوانيو امنيتي او دفاعي ځواکونو بد اقتصادي وضعيت په په اشارې سره وويل، چې اوس هم افغانستان کې د ت.البانو له لوري د پخوانيو ځواکونو او د هغوی د کورنيو وژنه دوام لري.

د رسنيو د راپورونو له مخې، نوموړي د بېلګې په ډول د خپل خاوند په مخکې د يوې پخوانۍ افغانې افسرې اعدام، د ملي امنيت د دوو پخوانیو کارکوونکو د وژلو يادونه کړې ده. د هغه په وينا، سره له دې چې یادو کسانو د ت.البانو د بښنې ليکونه هم لرل، خو بیا هم وژل شوي دي.

دغه پخواني امريکايي افسر زياته کړې، چې افغان امنيتي ځواکونه او د هغوی کورنۍ اوسمهال په سختو شرايطو کې ژوند کوي او ت.البان په فعاله ډول هغوی څاري او ښکار کوي يې.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې هم د پخوانيو امنیتي او دفاعي ځواکونو د ربړونې، نيونې او وژنې په اړه راپورونه خپاره شوي، هغه څه چې ت.البانو تل په کلکه رد کړي دي.

#Afghanistan#USA #

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه