ویب ډیسک
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف په یوه اېکس پوسټ کې لیکلي چې د ترهگرۍ د پېښو زياتوالي ته په پام سره پکار ده چې د (فرضي) کرښو په وضعيت کې بنسټيز بدلون رامنځته شي.
نوموړي تور لګولی چې په پاکستان کې د ترهګرۍ سرچينه په افغانستان کې ده او کابل په دې برخه کې همکاري نه کوي؛ خو په وینا یې چې د ترهګرو پټنځايونو نه دوی خبر دي او د دوی یې پر ضد په ازاده توګه په افغانستان کې فعالیت کوي.
ښاغلي اصف ټینګار کړی چې له افغانستان سره پر فرضي کرښه به ټول نړۍوال قوانين او اصول پلي کړي او په خبره ی، د “ترهګرو” د تګ راتګ مخه به ونیول شي.


