ويب ډیسک
د امریکا د متحده ایالتونو بهرنیو چارو وزارت ویلي چې راتلونکي دوشنبې به له پاکستان سره د ترهگرۍ پر ضد د مبارزې په اړه هر اړخیزې خبرې وکړي څو د تروریزم پر وړاندې د پالیسۍ پر اساس ستراتیژي جوړه کړي.
دې وزارت ویلي، د امریکا د ترهگرۍ پر وړاندې د مبارزې سرپرست «کریسټوفر لېنډبرګ» په مشرۍ یو امریکایي پلاوی به د مارچ په ۶ مه پاکستان ته سفر وکړي او هلته به د هغه هیواد له چارواکو سره د دواړو هیوادونو پر وړاندې د ګډو ترهګریزو ګواښونو، پالیسیو پر بنسټ ستراتیژۍ رامنځته کول او د پولو د امنیت په اړه خبرې وکړي.


