دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد څاه تل او هنداره

د څاه تل او هنداره

لیکنه : احسان الله درمل 

زموږ د ماشومتوب په زمانه کې لا موسسو پر څاگانو پمپونه نه ول لگولي. خلکو به له ژورو څاگانو څخه اوبه په سلواغو را باسلې. هغه وخت يوه ساتېري د بربنډو څاگانو له سره د څاگانو د تل ننداره وه. د څاگانو تياره تل ته به مو د هندارو له لارې د لمر رڼا ور وغورځوله او په دې ډول به مو د تکې تورې څاه په تل کې د سپينو اوبو د يوسف مخ ولېد. دغه تجربه بيدل شعر کړې هم ده:

در عالمی که ياد تو با ما مقابل است
آیینه ميکشد به رخ سایه آفتاب

د انسان درون او پټ شخصیت د ژورې څاه تياره تل ته ورته دی، چې په سترگو يې نه شو لیدلای. هغه هندارې چې موږ ته د دې ژورو څاگانو تياره تل راښيي، د انسان خبرې او چلند دي. ډاکټران عموماً او ارواپوهان خصوصاً د همدې هندارو په مرسته د انسان د لاشعور او شخصيت ژورو څاگانو ته سر ور ښکاره کوي او گوري چې هلته سپينې اوبۀ دي او که تور ماران او لړمان. د انسان د اروا متخصصان پر دې هم پوهېږي، چې انسان د خپل شخصیت د ژورې څاه د پټولو لپاره د گړ او کړ کومې رنگينې پردې کاروي، چې ټولنه غلطه کړي؟ له ښه مرغه د ارواپوهنې په برخه کې وروستيو پرمختگونو داسې حساسې هندارې جوړې کړې دي، چې هيڅ ډول دروغجنې او رنگينې پردې د انسان د شخصيت د څاه پر تل پرده نه شي غوړولای.

تر خبرو چې خاموشي غوره گڼل کېږي، بل کوم دليل نه لري. کيسه صرف دومره ده، چې خبرې د انسان د پټ شخصیت او لاشعور تيارۀ کوهي ته هنداره ور پړکوي او انسان بې پردې کوي. یعنې کله، کله د خبرو پردې هغه د حضرت مولانا خبره د شپيلۍ پردې شي، چې د انسانانو پردې څېروي:

نی حريف هر که از یاری بريد
پرده هایش پرده های ما دريد

په مولانا پسې شمس را یاد شو. هغه په خط سوم کې وايي چې «خبرې کول زنکدن او اورېدل يې د روح غوړېدل دي.» دا خبره ډېره جالبه ده. يو نيم وخت چې واقعي انسان غږېږي، د خبرو له هندارې يې د دوی د شخصيت، پاک روح او مينه ناک زړه باغونه ښکاري. لکه انسان چې د جنت په منظره وتلی وي. ځکه خو روح ورسره غوړېږي. خو دغه کسان چې خبرې کوي، زنکدن پرې تېرېږي. په هره خبره کې وېرېږي، چې اوس دا هنداره د شخصيت کوم تياره گوټ ته پړک ور وا نه چوي، هسې نه چې دا هندارې زما د شخصيت په سمڅو کې چېرته پټ مار و لړم ښکاره کړي او اوريدونکي ووېروي. هسې نه چې د خبرو پرده زما پرده وڅېري او سل و زر اندېښنې نورې. تر دې لوی زنکدن شته؟

بله واورئ. ستاسو پټ شخصیت ستاسې کور او شخصي حريم دی. خبرې د دې کور او حريم دړې او پردې دي. که غواړئ چې له تاسې کره را روان ميلمه خوښ رخصت شي، نو کور او حجره دې د ميلمه د ناستې وړ وي. د دې مطلب دا نه دی، چې په حجره کې شاهي دربار ولگوئ. ساده گي او صفا لا ډېره ښکلا ده. هغوی چې ميلمه يې د فرهنگ لا ينفک جز دی، پوهېږي چې زه څه وايم. د خپل نفس، فکر او شخصیت د اصلاح او اهلي کولو لپاره هيڅ هڅه نه کول او په هره برخه او هر مجلس کې خامخا د خبرو هڅه کول داسې دي، لکه يو څوک چې په لاره روان لاروي په شنه زور خپل کور ته را کشوي خو چې را يې ولي، د غوجلې دړه ورته خلاصه کړي، چې کښېنئ، مهرباني!

اوس به څوک ووايي، چې که خبرې دومره خطرناکې دي، خپله يې ولې اوږدوې؟

جار يې له خولې. دا يې دړه بنده!

ماته آشنا ووې چې حمزه خاموشه اوسه!
ما ورته د سر په خوځېدو کړی اقرار دی

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه