لیکنه: ارشد علي
احمد شاه بابا د زمان خان ځوے د دولت خان نمسے او د سرمست خان کړوسے په قام ابدالي سدوځئ د افغانستان نومیالی پاچا او د منځنۍ اسیا نامتو شهنشاه اوبریالی امپراتور وو، چې په ۱۷۲۳م په هرات کې زېږېدلے دے. مشر ورور يې ذوالفقار خان چې د پلار له مرګه وروسته د هرات د حاکم په حيث نوکرئ اجراء کوله،د مور نوم يې زرغونه وو. په قام الکوزۍ يوه پوهه او باتدبیره مېرمن وه چې هم يې له ورکټوالي نه د احمدشاه بابا روزنې او پالنې ته ځانګړې پام لرلو او هم يې وروسته کله چې احمدشاه اړه د هېواد د مشر او واکمن په توګه وټاکلے شو.
په ډېرو سلطنتي چارو کې يې هغه ته غوره مشورې ورکولې او مرسته به يې ورسره کوله، څه موده وروسته دغه دواړه ورونه د شاه حسين له خوا ونيول شول، کله چې نادرافشار د هند تر فتحې وروسته خراسان ته راوګرځېد، د نورو مشرانو په ډله کې احمد شاه بابا هم له مازنداران نه د نادرشاه ښه راغلاست ته راغے، څنګه چې نادرشاه د هند او بخارا او خورزم په جګړو کې د پښتنو مېړانه لیدلې وه. دواړه د نادر افشار په واسطه را خلاص شول او په ۱۷۳۸م کې يې دواړه ورونه مازنداران ته بدل کړل، چې ذوالفقار خان هلته مسموم شو او احمد خان په مازنداران کې پاتې شو.په دغه وخت کې احمد خان (۲۰)شل کلن ځوان وو چې د نادر افشار دربار ته ورسېد او نادر افشار هغه په خپل نظامي قشله کې شامل کړ، څرنګه چې دی يو فعل او د ځانګړو خصوصياتو لردونکی شخص وو، نو په ډېر لږ وخت کې يې خپل فعاليت په ثبوت ورسوو او نادر افشار هم ورته د ابدالي او ازبکي قطعاتو قوماندانۍ چارې ورسپارلې.کله چې نادر افشار د نامعلومو ايراني صاحب منصبونو لخوا ووژلے شو، احمد خان د نادر افشار له دربار او هرم نه په نره دفاع وکړه. په دې وخت کې د احمد خان عمر (۲۵) کلنۍ ته رسېدلي و او تر دې دمه يې د ژوند خوږې او ترخې ډېرې ليدلې وې.د نادر افشار په دربار کې يې له مختلفو طبقو خلکو سره ليدنې شوې وې، همدارنګه د دولتونو د عروج او سقوط دورې يې ليدلې وې چې دغو ټولو پېښو د ده په شخصيت اغېزه وکړه، په عين حال کې له تحصيل نه يې هم درېغ نه کوو، په پښتو او دريو ژبو کې د سواد خاوند وو، حتی په پښتو ژبه يې شعر هم وايه. لنډه دا چې د نادر افشار له مرګ نه وروسته، نورمحمد خان علیزي افغاني فرقه چې له (۴۰۰۰) غلجايي او (۱۲۰۰۰) ابدالي او ازبک قبايلو نه تشکېل شوې وو، د کندهار په لور يې حرکت وکړ، ځکه چې کندهار په هغه وخت کې د افغانستان بين الاقوامي مرکز شمېرلے کېده، مخکې له دې چې کندهار ته ورسېږي، د هغوی په وړاندې د بدلېدونکو شرایطو او خطرونو د اهمیت په اړه متوجه کړل. علیزي د یووالي او یو داسې لارښودني په ضرورت باندې ټینګار وکړ چې د ټولو استازی به وي.مونږ به په دغه اوږده سفر کې یو داسې څوک ولرو چې لارښوونې به يې منو، دا ستونزمنه څه چې ناممکنه هم ده، چې له یوه لوی مشر نه بغير دې د خپل ستر فوج ګڼو پيروانو او متعلقینو سره د قزلباشو د خطرونو نه روغ رمټ کندهار ته ورسېږو، ځکه نو مونږ به کوشش وکړو چې ځانوته یو مشر وټاکو، چې مخکې له دې چې خپل سرمنزل ته ورسېږو، له پېښېدونکو پېښو سره مقابله وکړے شو.د ابدالیو، غلجیو او لږ شمیر ازبکو نه دغه متشکل فوج ټولو د ځانونو په وړاندې خطرات لیدو، نو د نورمحمدخان علیزي وړاندی يې ومانل او د ده په مشرۍ کندهار ته وخوځېدل، کله چې کندهار ته ورسېدل، نور محمد خان چې د نادر افشار په فوج کې د احمدشاه مرستیال قوماندان وو.د غلجايي، ازبک، ابدالي، هزاره، بلوچ او تاجک خانانو ته يې وړانديز وکړ، چې جرګه تشکیل کړي او پاچا وټاکلے شي، دغه جرګه چې په ۱۷۴۷م د اکتوبر په میاشت کې د شېر سرخ په زيارت کې جوړه شوه، هر قبایلي برخهواله مشر غوښته چې پاچا شي، هغوی به ودرېدل او د خپل قوم د اهمیت او د دې مقام لپاره د ځان د کفایت په هقله به په ساعتونو ساعتونو غږېدل، خو له بل نه به یې ملاتړ نه کوو.
احمدخان په دې غونډه کې صرف استازی وو چې نه به غږېده، خو د هرې ورځې په جرګه کې يې برخه لرله، د همدې سیالیوو او اختلافونو علت دا وو چې دغه جرګې نهه ورځې دوام وکړ، چې بالاخره په نهمه ورځ د زياتو بحثونو نه وروسته پير صابر شاه کابلے را اوچت شو او داسې يې وويل ولې ټول دومره اوږدې خبرې کوئ! الله جل جلاله احمدخان په تاسو کې پيدا کړے دے چې د تاسو هر یوه ډېر باتجربه انسان دے، هغه له ټولو افغاني کورنیو نه شریف ترین انسان دے.هېچا هم اعتراض ونه کړو او د غنمو وږی يې د احمد خان پر سر د تاج په عوض کېښود، په دې ترتيب احمد خان پاچاهۍ ته ورسېدو او داسې يې وویل:
ای د پادشاهۍ چپن دې په رښتیا په تا باندې وي
ســــــتا شــاهــي تــاج دې مـلغلرو نه ډک وي همدارنګه د يادونې وړ ده چې د بارکزيو له قوم نه حاجي جمال خان د ټاکلي کېدو ډېر چانس لرلو، خو هغه د پاچا لاس نيوه وکړه او د سدوزي دُراني دولت بنسټ يې شروع کړو، چې د افغانستان د تاريخ په يو ډېر حساس وخت کې يې د ځان تېرېدنې يوه ستايلې او غښتلې وړاندې کړه، په مقابل کې احمد شاه اړه تر وروستۍ سلګۍ پورې د دغه درانه او خوږمن سپينږيري له شان سره سم درناوی کوو او په هر کار کې يې له هغه نه مشوره اخيستله، همدارنګه نورو ټولو مشرانو هم همدغسې د احمدخان ملاتړي وکړه.
بل مشهور علت يې دا دی چې د سدوځيو قبيله له نورو قبيلو نه وړه وه، نو که چېرې احمد خان صبا د ولسي ګټو په خلاف وچلېږي، نو لرې کول به يې اسان وي، بالاخره سدوځي مشر د ځانګړو خېګړو له مخې په پاچاهۍ وټاکلے شو او د اعليحضرت احمد شاه (دُردُران) او د ولس د بابا په نومونو ياد شو.د افغانستان له خلکو نه يې وړمبئ لويه غوښتنه دا وه چې قبيلوي اختلافات پرېږدي او د افغانستان د ځمکنۍاو سياسي وحدت تأمين لپاره سره يو موټي شي، په همدې ترتيب د قبيلو نمايندهګانو له خوا د احمد شاه بابا دغه غوښتنه ومنلے شوه او همدغه ملي يووالے د احمد شاه بابا د بریالیتوب سبب وګرځېده.
احمدشاه بابا په سیاسي لحاظ د افغانستان د خاورې ټولې مختلفې ټوټې د یوه خپلواک هېواد په څېر بیا د نړۍ د نورو ژوندیو هېوادونو په لړ کې دروي. دې کار خورا ټينګ فولادي عزم، روښانه فکر او معقول تدبیر ته اړتیا لرله چې هغه د احمدشاه بابا په وجود کې يوځای شوي وو.احمدشاه سربېره په دې چې ښه تکړه اوازمیلے شوې مجرب عسکر وو، د خپل ولس په خوی او بوی، دود او دستور هم ښه خبر وو او دا ورته معلومه وه چې د ولس مشران د ولس په لارښونه کې ډېره اغېزه لري، نو ځکه يې د یوه ولسي مشر په توګه د پاچاهۍ واګې په لاس کې واخیستو او دے د افغانستان لومړی پاچا وو، چې تاج يې په سر نه کېښود، پګړۍ يې تړله، چپنه يې اغوسته، موزې يې په پښو کولې او پر فرش شوې ځمکه کېناسته او په ټولو مهمو دولتي چارو کې د ولس له مشرانو سره مشوره کوله.
احمدشاه بابا یو غښتلی او متحد حکومت جوړ کړو، سیاسي او جغرافیوي پولې يې ورته وټاکلې او د افغانستان نوم يې پرې کېښود، احمدشاه بابا په آسیا کې د مسلمانانو لپاره یوازینی ستر زعیم بلل کېده، له ده بغير له بل چا نه د هندوانو د خطرونو د تمبولو هیله نه کېده دا د تاریخ هغه غم لړلې شیبې وې چې د هند مسلمانان د هندوانو له لاسه په خپلو وینو کې رغړیدل او ټولو د امید سترګې احمدشاه بابا ته را کږي وې.د هند له مسلمانانو په تېره له علماوو نه احمدشاه بابا ته د ویر او افسوس د شکایتونو پیغامونه رارسېدل او احمدشاه اړها يې هند ته راباله په دې لړ کې یو هم د اسلامي نړۍ ستر دیني عالم او روحاني شخصیت شاه ولي الله دهلوي ؤو چې د احمدشاه اړها هم عصر وو او په ډهلي کې اوسېده.دی د مرهټيانو لخوا په مسلمانانو د تېریو شاهد وو، شاه ولي الله د مسلمانانو په نمایندهګي یو اوږد بلنلیک احمدشاه بابا په نامه راولېږه چې د لیک د متن او محتوا نه د هندوستان حالات ښه معلومېږي، د اسلام د ملاتړ او پايښت په خاطر يې احمدشاه بابا هندوستان ته وروغوښت احمدشاه بابا یو متشرع حنفي مذهبه عالم او په دیني احکامو ټينګ باسواده سړے وو د علماوو او پوهانو مجلسونه يې ډېر خوښ وو.لنډه دا چې احمدشاه بابا زمونږ د هېواد یو دین پالونکی، هېوادپالونکی، علم دوست عادل، مهربان او د ټولو غوره اسلامي اخلاقو او افغاني سپېځلو خویونو خاوند ملي مشر وو، هغه عالم او ادیب (شاعر او لیکوال) هم و، یو ننګیالی او توریالی فاتح هم وو او په داسې یو مملکت کې واکمن شو چې د ملوک الطوایفي یعنې وړو وړو حکومتونو او استعمار په واسطه تجزیه شوی وو، که چیرې مونږ مشاهده کړو چې احمدشاه بابا د وطن په هغې وضعیت کې څه وکړل؟
احمدشاه بابا لومړی افغانان یو ملي یووالي باندې راټول کړل او ټول ملوک الطوایفي قوتونه يې په یوه ملي سانچه کې راوستل او یو لوی خپلواک افغانستان يې منځته راوړو احمدشاه بابا پخپله هېڅ ډول تعصب نه لرلو، د سُني مذهب کلک پابند وو، په هېواد کې يې هر مذهب پیروان موجود و او خلکو ورسره په زړونو کې ډېره مینه لرله هېچا له هغه څخه شکایت نه کاوه.
د خپلې واکمنې په ټوله دوره کې يې داسې ویاړلې کارنامې ترسره کړې چې زموږ په تاریخ کې په زرینو کرښو لیکلی شوی دی او هره یوه کارنامه زمونږ اوسني او راتلونکو نسلونو ته د غیرت او همت په زړهپورې درسونه دي هغه زمونږ هېواد ته ډېرنه هېرېدونکې خدمتونه کړي، ځکه يې نو تل پاتې ویاړ او نوم په برخه شو او د ټولو افغانانو په زړه کې يې داسې ژور ځای موندلی چې زمونږ د ملت لوی او واړه يې له ډېر ګرانښت او درنښت نه بابا بولي.
د احمد شاه بابا نظامي سفرونه:
دا چې احمد شاه بابا پاچا شو، نو د اردو او دولتي چارو د تنظيموالي لپاره د مالي مشکل سره مخامخ وو، د شرقي افغانستان، پنجاب او ملتان څو کالو مالياتي کاروان چې يو ميلين او درې سوه شپېته زره د نادر افشار دربار ته له دره بولان له لارې د کندهار ولايت ته داخل شو، چې د لارې له سر نه د احمد شاه بابا حضور ته دغه مالياتي کاروان راوړلے شو، لومړی يې خپل پای تخت تنظیم کړو، دا چې احمد شاه بابا د پاي تخت له تنظيم نه خلاص شو، نو ډېر زر يې فوجي پلان ترتيب او په يرغلونو يې شروع وکړه، چې په لنډ ډول يې هر سفر وروسته ذکر شوی دی.لومړي سفر د ختیځ په لور کله چې احمد شاه بابا په (۱۷۴۷ م) کال کې واک ترلاسه کړ، نو تر لومړنيو کارونو وروسته يې په ( ۱۷۴۸ م) کال کې له کندهار نه حرکت وکړ او د خپلو فوجونو سره د غزني په لور روان شو او هغه سيمه يې ونيوله او بيا يې کابل، پېښور او اټک پورې سيمې ونيولې، کله چې يې دا سيمې ونيولې، بيا چې په هر ځای کې پښتانه قبايل اوسېدل، هغه ټولې سیمې يې په خپل حکومت کې شاملې کړې.
په دې شان په پښتنو کې هم احمد شاه بابا لومړني سړي و چې ټول قام يې د عزيز ولئ په رنګ کې متحد او متفق کړ.
د پېښور او اټک له نيولو نه وروسته يې د پېښور د سيمو ډېر پښتانه يې له ځان سره يو ځای کړل او په هند يې د حملې کولو تياری ونيوه، د لاهور په لوري روان شو، احمد شاه بابا په لسم د جنورۍ د راوي له سينده واوښته او شالامار باغ کې دېره شو.يوولسم د جنورۍ (۱۷۴۸م) کال د پښتنو او مغلو ترمنځ جنګ وشو چې مغلو ماتې وخوړه او په دې جنګ کې احمد شاه اړها ته ډېر مال او دولت، توپونه، اسونه، فيلان او اوښان په لاس ورغلل دغه شان د هغه فوځي طاقت نور هم زيات شو، له دې وروسته مغلو په سرهند کې خپل جنګي مرکز جوړ کړ او ټوله اسلحه يې سرهند ته راجمع کړه ا (۱۰۰۰) تنه سواره او پياده د کلا ساتنې له پاره يې پرېښودل پخپله مغل د ستلج نه لوديانې د ګودر پر ځای د ماچېواړې په لار پورې ووتل او ګودر يې خوشې پرېښود، احمد شاه بابا خپل فوج له يو ځای نه بل ځای ته بدلول رابدلول، چې دښمن ته د هغه مقصد معلومولو موقع په لاس ور نه شي.تکميل ئي دا شوه چې احمد شاه بابا په (۱۷۴۸م) د مارچ په اولنئ نېټه د ستلج نه بې مقابلې د لوديانې په ګودر ورپورېواته او د سرهند په کلا باندې يې حمله وکړه، دې خبر د مغلو په لښکر باندې يو هيبت پيدا کړ او مانوپوره په طرف چې د سرهند نه لس ميله قطب د قبلې په طرف پروت دی روان شول او د پښتنو د لښکر په مخکې پرېوتل، په يوولسم د مارچ قمر الدين خان د پښتنو په لښکر باندې د عامې حملې کولو فيصله وکړه، هغه لا تياري کوله چې د توپې په مرمئ ولګېده او خپل زوی معين الملک المعروف مېرمنو ته يې آواز وکړ او ورته يې وويل:زه ختم شوم او په اس سور شه! حمله وکړه! مرمنو د پلار په وينا سره سم حمله وکړه، چې په ښي غاړه يې صفدر جنګ او په چپه غاړه يې ايشوري سنګ ؤ په مقابل کې احمد شاه بابا په خپله د خپل فوځ کمان اخيستی ؤ، او د مغلو مقابله يې کوله، بالاخره احمد شاه بابا په جګړه کې بريالي شو مغل بیا ډهلي ته روان شول، د ډهلي شهنشاه مېرمنو د پنجاب والي مقرر کړ او احمد شاه بابا خپل هیواد ته راستون شو، په راستنېدو کې احمد شاه بابا د ډېره غازي خان، ډېره اسمعيل خان، شکارپور او ملتان په سيمو کې خپل حاکمان مقرر کړل او په ژمي کې کندهار ته را ورسېدو.
دويم سفر د لویدیځ پــه لور
احمد شاه بابا د (۱۷۴۹ م) په وړومبو کې د لویدیځ په لور حرکت وکړ او ځان يې هرات ته ورسوو، په دغه وخت کې غټ خان د دروېش علي خان هزاره په نامه د احمد شاه بابا په طرفدارۍ پاڅون وکړ، هماغه ؤ چې د احمد شاه بابا عسکري يرغلونه پېل شول، احمد شاه اړها د هرات ښار ونيوه او امير خان يې اعدام او د هغه حکومت يې دروېش علي خان هزاره ته ورکړو.احمد شاه بابا له ښار نه يو لښکر د اشرف الوزرا شاه ولي خان په قوماندانۍ د شمالي ولايتونو ته واستاوه، چې بې له جنګه د شمال ټول حکمرانان احمد شاهي مرکز تابع شول او په خپله احمد شاه د يوه بل لښکر په مشرۍ تر ولاړ او هلته يې ټول باغي قوتونه وټکول او شاهرخ مېرزا يې پاچا او نور محمد خان مير افغان يې ورته سپه سالار مقرر کړ.درېيم سفر د شـمال لویديځ په لور په (۱۷۵۰ م) کال پسرلي کې احمد شاه بابا خپل فوج په نېشاپور باندې ور وړاندې کړل او د ښار محاصره يې شروع کړه، د نېشاپور په مقام باندې د دېوالونو د ويشتو لپاره يې يو لوی توپ جوړ کړو، چې هغې به د کابل په وزن دولس نيم منه ګولۍ غورځوله، عباس قلي خان چې د نېشاپور په کلا کې پروت ؤ، بې خبره په احمد شاه بابا حمله وکړه، خو د احمدشاه بابا لښکرو د هغه فوج تس نس کړ او عباس قلي خان ونيول شو، هغه معافي وغوښته، احمد شاه بابا هغه معاف کړ او د خپل طرف يې د نېشاپور والي وټاکه، د نېشاپور د فتح نه پس هغه هرات ته راستون شو، په دغه وخت کې مير عالم خان په مشهد کې پاڅون وکړ او د مشهد بعضې برخې يې د خپل تصرف لاندې راوستلې.احمد شاه اړها فوراً د مشهد په طرف ولاړ، مير عالم خان ته يې ماتې ورکړه، او دويم ځل په خپله په (۱۷۵۱م) کال کې هرات له لارې کندهار ته راغی، په داسې حال کې چې د څلورو کلونو په موده کې د افغانستان سياسي وحدت له آمو نه تر عمان او سند له سيند نه تر ايران دشتو پورې ورشولې.
سرجان مالکم وايي احمدشاه بابا دا وخت په داسې یوه حالت کې وه چې غوښتل يې د ټول پارس لاندې کولو ته اقدام وکړي خو دغه هیله دومره زړه راښکونکی نه وه افغانان تراوسه پورې د هغو بد مرغیو اصلي عاملین ګڼل کېږي.
څلورم سفر د ختيځ پــه لور (۱۷۵۱م – ۱۷۵۲م)
دا چې د پنجاب والي مېرمنو ماليه نه رالېږله، نو احمد شاه بابا ورپسې روان شو او په شاه دره کې يې د پنجاب سپه سالار ګورامل ته يې ماتې ورکړه، کله چې ګورامل ووژل شو، په ۱۷۵۲م کال کې مېرمنو هم تسليم شو، احمد شاه بابا کشمير هم ونيوه او په لاهور يې دوه مليونه روپۍ ماليه تحميل کړه، پنجاب او ملتان يې هم د افغانستان جز وګرځول، په دې ترتيب کشمير، پنجاب، ملتان او سندهـ د احمد شاهي امپراتورۍ په چوکاټ کې شامل شول.
پنځم سفرد ختيځ پـه لور (۱۷۵۷م)
په (۱۷۵۳ م) کې مېرمنو د پنجاب والي مړ شو، پر ځای يې د هغه زوی محمد امين والي وټاکه، خو مور يې مغلاني بېګم د هغه په نيابت کار کاوه، احمد شاه بابا هم دا مقرري تائيد کړې وه، خو په دغه وخت کې يو لړ بد تحولات رامنځته شول، د ډهلي امپراتور احمدشاه د محمد شاه رنګيلاد زوی صدر اعظم غازي الدين خلع او پر ځای يې دويم عالمګير پاچا کړ چې وروسته يې هغه هم مړ کړو په کشمير کې سکجون د کشمير والي مړ او هغه يې ډهلي ته تسليم کړو، په همدې توګه ادينه بېګ پنجاب ونيوه او د هند پورې يې وتړه.
دغې اوضاع احمدشاه بابا سخت ودرداوه او يو قوي لښکر سره پنجاب ته راغے، لومړي يې سکجون هندو ونيوه کشمير يې بېرته راوګرځاوه، په دې پسې دويم عالمګير د افغان نجيب الدوله په قوماندې يو لښکر د احمد شاه جنګ ته راواستوه، دي بې له جنګه احمد شاه بابا ته تسليم شو، احمد شاه اړها فاتح ډهلي ته ورغی، هلته يې افغاني مشران پر عهدو مقرر کړل، ماليې يې راټولې کړې او بيا کندهار ته راستون شو.
شپږم سفر د سویل په لور (۱۷۵۸م)
دا چې په پنجاب کې د افغاني حکمرانانو فشار سکان راټول او غازي الدين جيټان، راجپوټان پر ډهلي راوستل، سردار جهان خان او د احمد شاه اړها زوي تيمور شاه په پنجاب کې تر خطر لاندې شول، په داخل کې احمد شاه بابا ته يو شمېر ستونزې پېښې شوې، چې يو د هغو څخه د نصير خان پلوڅ بغاوت ؤ، احمد شاه بابا وزير شاه ولي خان بلوڅو ته ولېږه څه موده وروسته بيا په خپله ورپسې ورغی، تر څو يې نصير خان په نظامي او سياسي سطح کې قانع او تابع کړ او د هند جنجالونه يې راتلونکې ته پرېښودل، وروسته احمد شاه بابا شخصاً د لښکرو سره د سویل په لور حرکت وکړ، د لاس څخه وتلې سيمې يې بېرته ونيولې او احمد شاه بابا کندهار ته وګرځېد.چ
اووم سفر په هند کې او جنګ د مرهټيانو سره (۱۷۶۰م- ۱۷۶۱م)
په (۱۷۵۸م) کال کې مهمې پېښې په هند کې واقع شوې، سکهانو په پنجاب کې قيام وکړ او مرهټيانو په پنجاب کې په افغاني حکومت حمله وکړه او د هند دولت په ډهلي کې سقوط وکړ، په داسې حال کې چې احمد شاه بابا د نصير خان په ځپلو کې بوخت ؤ، د مرهټيانو دغه فتوحات او سوقيات ډېر پراخه وو او احمد شاه بابا ددې جنګ له پاره د هند پر لور ور روان شو او تر ډهلي پورې يې په لاره یاغي قوتونه وټکول، بالاخره د پاني پت پر ميدان د دريو لکو مرهټي لښکرو سره مخامخ شو او د احمد شاه بابا د پياده او سپرو شمېر (۶۰۰۰۰) تنو ته رسېده، خو (۲۲۰۰۰) بنديان (۵۰۰) فيلان، (۵۰۰۰۰) آسونه، دوه لکه غواوې او څو زره اوښان ولجه په لاس ورغلله او فاتح کندهار ته راوګرځېد، د هند پاچاهي يې علي ګوهر د دويم عالمګير زوي ته وسپارله او نواب شجاع الدوله يې په وزارت وګماره.
اتـــم ســـفر(۱۷۶۲م – ۱۷۶۳م )
په پنجاب کې سکان یاغي شول، د هغوي د ټکولو له پاره امرتسر ته ورغی او په جنډوله کې يې محاصره ولګوله، د سکانو يو لک نفري لښکر سره مخامخ شو چې په پایله کې يې (۲۰۰۰۰) د هغوي څخه ووژل او ماتې يې وخوړه، احمد شاه بابا پتيالي او سرهند حکومت امير سنګ ته ورکړل په خپله هند ته ورغلو.
نهم سفر دننه په هېواد کې (۱۷۶۹م):
کله چې احمد شاه بابا خبر شو، چې د خراسان اوضاع خرابه شوې ده، سره له دې چې ناروغه ؤ، بيا هم هلته ورغي او باغيان يې وټکول او پخوانی ړوند شاهرخ يې پاچا کړ، احمد شاه بابا دې پرله پسې سفرونو او جګړو سره قوي امپراطوري جوړه کړې وه، چې د خراسان څخه تر پنجاب او له آمو څخه تر عربو تر سمندرګي پورې د امپراطورۍ پولې رسېدلې، چې احمد شاه بابا د خپلو خاصو ځانګړتياؤ په اساس اداره کولې.
د احمد شاه بابا فرهنګي او ټولنيزې کړاوونه:
د دغې عاليقدر پښتون امپراطور په وخت کې ادب او فرهنګ ته هم کار شوی ؤ، په خپله احمد شاه بابا په معنوي لحاظ هم يوه وتلې څېره وه او دده د اشعارو ديوان دده پر معنوي څېره ستر شاهد دی، د تصوف او عرفان سره علاقمند ؤ، خو په شعر کې يې حماسې هم ځای لره، د تاريخي افتخاراتو د ساتنې له پاره يې په (۱۷۵۴م) کال يې په کندهار کې د بيت الاشراف په نوم لومړنی موزيم جوړ کړو، همدارنګه د تاريخ له ثبت سره يې هم علاقه لرله، نو ځکه يې په درباري تشکېلاتو کې د دولتي مؤرخ له پاره يو مقام منځ ته راوړو او په (۱۷۵۷م) کال کې يې د دربار منشي محمود الحسيني په دغه دنده وټاکه او حسيني هم هغه مشهور تاريخ چې تاريخ احمد شاهي په نوم سره يادېږي، په دوه ټوکه کې وليکه او نور ډېر تاليفات دده په دوره کې رامنځ ته شو.
د احمد شاه بابا مړګ:
دا چې احمد شاه بابا د هند له سفر نه راوګرځېد، ډېرو جنګونو او سفرونو ستړی کړی ؤ نو په لاره کې ناروغ شو، کله چې کندهار ته ورسېد، د ناروغۍ له امله ضعيف شوی ؤ او په (۱۷۷۳م) کال کې يې د درملنې په خاطر مشهد ته سفر وکړو، خو کله چې افغانستان ته راستون شو، نو ډېر ضعيف شوی ؤ، په دې وخت کې يې يوه جرګه د رئيسانو او د دولت له مامورينو نه جوړه کړه چې په نوموړې جرګه کې يې شهزاده تيمور خپل وليعهد وټاکه د جرګې غړو هم د احمد شاه بابا د نظر سره موافقت وښوده، بالاخره د احمد شاه بابا ناروغي سخته شوه او د طوبې د غره په لور ولاړ چې بالاخره هملته احمد شاه بابا د جمعې په شپه د رجب د مياشتې په شلمه د (۵۱) کلنۍ په عمر سترګې له نړۍ پټې کړې او ډېر زر دهغه د مرګ خبر په ټول افغانستان کې خپور شو، د هغه جسد مبارک يې د طوبې له غره نه راوړو، د خرقې مبارکې تر څنګ يې خاورو ته وسپارلو، چې دده د مزار د ګنبدې ډبرلیک دادی.روح يې ښاد او جنت الفردوس يې ځای شه.


