دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهعطامحمد نور : امریکا او طالبانو تر منځ د دوحې تړون د...

عطامحمد نور : امریکا او طالبانو تر منځ د دوحې تړون د یوې وسله‌والې ډلې د زړورتیا او دروغجن غرور بنسټ کېښود

ويب ډیسک

د عطا محمد نور په مشرۍ د جمعیت اسلامي ګوند ویلي، د امریکا او طالبانو تر منځ د دوحې تړون د یوې وسله‌والې ډلې د زړورتیا او دروغجن غرور بنسټ کېښود چې د افغانستان د سقوط لامل شو.

د ښاغلي نور په مشرۍ ياد ګوند په يوې خبرپاڼه کې د دوحې تړون داسې یوه بده پېښه بللې چې خلک یې لا تریخ خوند څکي؛ افغانستان یې نړیواله انزوا کې ډوب کړی او هېواد کې یې یو ناقانونه حکومت رامنځته کړی.

خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان سیاسي مسایل باید د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې د ټولو سیاسي ګوندونو حضور کې د رغنده او هر اړخیزو خبرو اترو له لارې حل شي.

د دوحې تړون درې کاله وړاندې د ۲۰۲۰ میلادي کال د فبرورۍ په ۲۹مه د امریکايي پلاوي او طالبانو تر منځ لاسلیک شو چې افغانستان کې د جمهوري نظام د پرځېدو او د طالبانو د بیا راتګ لامل شو.

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه