دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهبلوچستان په تربت سیمه کې د دي هېواد د سمندري ځواکونو پر...

بلوچستان په تربت سیمه کې د دي هېواد د سمندري ځواکونو پر یوه هوايي اډه برید شوی دی.

پاکستان د حکومت مخالفو بلوڅ وسله والو د پاکستان د بلوچستان ایالت په تربت سیمه کې د دي هېواد د سمندري ځواکونو پر یوه هوايي اډه برید کړی دی.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، هوايي ډګر ته نيږدي د درنو ډزو تبادله او څو چاودنې هم شوې دي.

خو ویل کیږي چې له نښتې او ددي هیواد د امنیتي ځواکونو له غبرګون وروسته نظامیانو ته ورته وسلوال هڅه وکړه چی د تربت هوايي ډګر سیمې ته د ننوتو هڅه وکړئ خو هڅه یی ناکامه شوه .

رسنیو د پاکستاني امنیتي چارواکو په حواله دا هم ویلي چې؛ په دې برید کې شپږ وسله وال وژل شوي دي، خو په دې پېښه کې د هېواد د امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويل شوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه