محب الله
د بلوچستان ولسوالۍ نصیر اباد سرہ تعلق لرونکي سندرغاړی وهاب علي بګټي هم په بلوچستان کې وسني پشه کال بارانونو لکبله سیلاب ځپلی دی، او کور ويجاړ شوي.
په بلوچستان کې روستيو پشه کال بارانونو په لوړ کچه کورنو ويجاړ کړي او په زارو کسان بي کور کړی نو هلته طوفاني بارانونو د بلوچستان نامتو سندرغاړی عبدالوهاب بګټي کور هم ويجاړ کړي اوس د خپلې کورني سره تر شنه اسمان لاندې ژوند کولو ته اړ شوي ده.
وهاب علي بګټي پښتو جرنل ته وویل چې زما کور ، اوزار، او زمه سټوډيو هم په بارانو کې ويجاړ شوله او تر اوسه پورې نه څه مرسته راسره سوی ده او نه د حکومت لخوا رابطه راسره سوی
يادونې وړ ده چې د کوک سټوډیو سیزن 14 کې بلوچي سندره ‘کانا یاري’ د 2022 کال د جنورۍ په 19 خپره شوې وه چې تر دې دمه له 20 ملیون څخه ډیر ځله اوریدل شوې او لیدل شوې ده.


