دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهچین وایي، افغانستان کې تر هر څه وړاندې اقتصادي رغونې ته اړتیا...

چین وایي، افغانستان کې تر هر څه وړاندې اقتصادي رغونې ته اړتیا ده.

ويب ډیسک

د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي يو ژياو يونګ پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د افغانستان په تړاو دې بېغوري نه کوي او د اقتصادي ستونزو د حل لپاره دې لاس په کار شي.

هغه زیاته کړې چې نړیوالې ټولنې دمګړی په افغانستان کې ټوله پاملرنه د نجونو زده کړو او کار ته کړې ده، خو دا چاره قوي اقتصاد ته اړتیا لري.

یو ژیاو یونګ وايي، نړیواله ټولنه باید د سیمې د ثبات او افغانستان کې د امنیت لپاره له اوسني حکومت سره تعامل ته ادامه ورکړي ځکه له دې پرته بشردوستانه مرستې او د افغانستان د خلکو لاسنیوی شونی نه دی. هغه ټینګار کړی چې تر هر څه وړاندې باید د افغانستان اقتصاد ورغول شي ځکه له فعال اقتصاد پرته د افغانستان هېڅ برخه پرمختګ نه شي کولی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه