ويب ډیسک
د اوکراين او روسيې له جګړې څخه چې کابو ۶ مياشتې تېرېږي، تر دې دمه ۹ زره اوکرايني سرتېرو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د اوکراين پوځي چارواکو په وينا، سره له دې چې ټول هېوادونه د دې خونړۍ جګړې د درېدو غوښتونکي دي؛ خو په دغه هېواد کې د جګړې د درېدو کوم څرک نه تر سترګو کېږي.
د اوکراين د پوځ مشر، جنرال والري زالوژني په وينا، بايد د اوکراين له اولادونو ساتنه وشي، ځکه چې پلرونه يې د جګړې لومړۍ ليکې ته تللي او ښايي ډېری يې د هغو ۹ زره اتلو اوکراینيانو اولادونه وي چې خپل ځانونه يې په ياده جګړه کې قرباني کړي.
په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د يو راپور له مخې پر اوکراين د روسيې د بريد له پيله تر دې دمه ۵ زره او ۵۸۷ تنه ملکي وګړو دغه هېواد کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د دغه سازمان په وينا، د يادې جګړې له امله همداراز په ميليونونو اوکراينيان بې کوره او کډوال شوي. د ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي چې د اوکراين ترټولو نږدې ګاونډ لهستان د ترټولو لوی شمېر اوکرايني کډوالو کوربه دی.


