ویب ډیسک
پاکستاني چارواکي وایي، د یاد هېواد د ډبرو سکرو په کان کې د ګازو چاودنې له امله ۱۲ کانکیندونکي وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.
د پاکستان د بلوچستان ایالت د کانونو لوی مفتش، عبدالغني بلوچ نن چهارشنبه د مارچ ۲۰مه ویلي چې دا پېښه د بلوچستان ایالت په «هرنای» سیمه کې شوې ده.
د بلوچ په وینا چې په دې کان کې ۲۰ کیندونکي په کار لګیا و، چې په دې کې ۱۲ وژل شوي او ۸ نور ټپیان روغتون ته وړل شوي دي.
هغه د دې چاودنې له امله متان ګاز بللی او د ژغورنې د عملیاتو د پایته رسېدو خبره یې هم کړې ده.
تر دې وړاندې هم د بلوچستان د ډبرو سکرو په کان کې ورته خونړۍ چاودنې رامنځته شوې دي.
د اسوشیټیډ پریس د راپور له مخې، په پاکستان کې د ډبرو سکرو کان کیندنې صنعت کې د خوندیتوب معیارونه معمولاً ټیټ دي، چې هر کال د ورته پېښو او چاودنو لامل کیږي او د لسګونو کانکیندونکو ژوند اخلي.


