یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهسيستان بلوچستان د پولیسو پر یوه موتړ برید شوی چې له امله...

سيستان بلوچستان د پولیسو پر یوه موتړ برید شوی چې له امله یې ۴ پولیس وژل شوي دي.

ويب ډیسک

د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې د پولیسو پر یوه موتړ برید شوی چې له امله یې ۴ پولیس وژل شوي دي.

د ایران پولیسو په وینا یاده پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې د پولیسو موټر د خاش-تفتان پر لاره پر ګزمې بوخت ؤ.

دې پېښه کې د وژل شویو کسانو نومونه “مهدي الله‌پور، رضا اسماعیلي، محمد رضا شیخي او حسن وحیدي” ښودل شوي دي.

ځایي چارواکو ویلي چې د پېښو عاملینو نیولو لپاره یې قضایي حکم ترلاسه کړی او پلټنې روانې دي.

تر اوسه کوم کس یا ډلې د دغه برید مسؤلیت نه دی منلی.

#Iran

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه