ويب ډیسک
د ت.البانو د ریاست الوزراء سیاسي معاون مولوي عبدالکبیر وایي د یوه مسلمان ګاونډي په حیث پاکستان کې د جنګ او ناامنۍ پلوي نه دی او د دې ترڅنګ وایې چې، “د پاکستان امنیت خپله ګټه او هلته ناامني خپل زیان بولو”.
نوموړي دا څرګندونې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي آصف دراني او د هغه هېواد سفیر عبدالرحمن نظاماني سره کتنه کې کړي او له پاکستان سره یې د سیاسي، اقتصادي او کلتوري اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی. هغه همدارنګه ویلي هېچا ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد وکاروي.
مولوي کبیر له پاکستان مننه کړې، چې افغان کډوالو ته یې ځای ورکړی او غوښتنه یې کړې، چې له هلته له مېشتو افغانانو سره ښه چلند وشي.
دا په داسې حال کې ده، چې له څو ورځو راهیسې د پاکستان نظامي چارواکي وايي، افغانستان هغه هېواد مخالفې وسلهوالې ډلې تحریک ت.البان پاکستان غړو ته پناه او د ازاد فعالیت اجازه ورکړې ده.
#Afghanistan #Pakistan


