دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد افغانستان بېلابېلو سيمو کې د وروستيو سېلابونو د راوتلو له امله...

د افغانستان بېلابېلو سيمو کې د وروستيو سېلابونو د راوتلو له امله ۳۱ تنه وژل شوي، ۷۴ تنه ټپيان شوي

ويب ډیسک

د افغانستان بېلابېلو سيمو کې د وروستيو سېلابونو د راوتلو له امله ۳۱ تنه وژل شوي، ۷۴ تنه ټپيان شوي، ۴۱ تنه لادرکه دي او همداراز ګڼ شمېر څاروي تلف شوي دي.

د ت.البانو تر کنټرول لاندې پېښو ته د رسېدو چارو کې د دولت وزارت وايي، چې د دغو سېلابونو ډېری تلفات وردک ولايت کې خلکو ته اوښتي دي.

د دغه وزارت د موندنو له مخې، همداراز تېرو څلورو مياشتو کې د سېلابونو له امله ۲۱۴ تنه وژل شوي، ۳۲۰ تنه ټپيان شوي، ۳۱۱۵ کورونه نړېدلي او ۳۸۰۰ څاروي له منځه تللي دي.

افغانستان کې موسمي سېلابونه وخت نا وخت درانه زياني او مالي زيانونه اړوي.

#Floods2023 #Afghanistan

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه