دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهانتوني بلېنکن وایي، ایران سره پر اټومي هوکړې خبرې یې د هېواد...

انتوني بلېنکن وایي، ایران سره پر اټومي هوکړې خبرې یې د هېواد په اجنډا کې نشته.

ويب ډیسک

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وایي، ایران سره پر اټومي هوکړې خبرې یې د هېواد په اجنډا کې نشته.

انتوني بلېنکن په خپله نوې مرکه کې چې د یکشنبې په ورځ له سي‌اېن‌اېن ټلویزیون خپره شوه ویلي، اوسني شرایط د دې خبرو لپاره سم نه دي او “ایران یا نه غواړي یا نشي کولی چې اټومي تړون ته پر ورګرځېدو هوکړه وکړي.”

هغه همداراز د ډونالډ‌ ټرمپ‌ حکومت له‌خوا له ایران سره د ۲۰۱۵ کال له اټومي‌ هوکړې د وتلو پرېکړه تېروتنه بللې او ویلي یې دي چې “له هغه وخته چې امریکا د ایران له اټومي هوکړې وتلی، تر هغه مهاله چې موږ هڅه وکړه بېرته ور وګرځو، ځینې تحولات راغلي.”

د امریکا بهرنیو چارو وزیر وایي، “هغه څه چې موږ یې د ترسره کولو په لټه کې یو، له یو څه اصلاحاتو سره اټومي تړون ته بېرته ورګرځېدل دي.”

د امریکا دغه لوړ پوړي چارواکي داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د یاد هېواد د کانګرس جمهوري‌پالو استازو تېرو ورځو کې د جو بایډن حکومت ته خبرداری وکړی ؤ چې د کانګرس تصویب پرته باید ایران سره د بندیزونو د کمېدو په اړه هوکړه ونه کړي.‌

انتوني بلېنکن همداراز په دغه مرکه کې ویلي چې امریکا هڅه کوي له چین سره “د اړیکو کرښې” پیاوړې کړي ترڅو د دوه زبرځواکونو ترمینځ د شخړې مخه ونیول شي.

#USA #Iran #China

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه