ويب ډیسک
د کندهار د امنیې قومندانۍ ویاند اسدالله جمشید رسنیو ته ویلي، په دغه ځانمرګي برید کې ۳ تنه وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.
دغه پېښه د کندهار زړې قومندانۍ ته څېرمه د کابل بانک یوې څانګې ته نږدې شوې ده.
د پېښې مسوولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.
د سیمي اوسېدونکي وايي چې مېرویس روغتون ته د پېښې له ځایه پرلپسې څو امبولانسونه راغلل چې ټپیان پکې وو.
د کندهار په مېرویس روغتون لیږدول شوي.
سرچینې له خلکو وغوښتل چې روغتون ته ورشي او ټپیانو ته وینه ورکړي.
چاودنه پر هغو کسانو شوې چې نوي کابلبانک ته د معاش اخیستو لپاره راغلي وو چې ډېری یې د طالبانو حکومت امنیتي او اداري کسان وو.
سرچینې وايي چې احتمال شته؛ برید ځانمرګی وي.
د یادونې ده، څو ورځې وړاندې د کندهار والي ملا شرین اخند امنیتي کسانو ته یو لړ سپارښتنې کړې وه چې د ښار امنیت ته پاملرنه وکړي.
ځینو رسنیو ویلي چې په برید کې تر دېرشو پورې کسان وژل شوي او او شاخوا همدومره نور ټپیان دي.
خو ځايي حکومت بیا وايي پېښې یواځې څو سرسري ټپیان او مرګونه لري


