دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهروس :د کراکوس ښار په تالار کې په ترهګریز برید کې له...

روس :د کراکوس ښار په تالار کې په ترهګریز برید کې له ۶۰ زیات کسان وژل شوي

ويب ډیسک

‏د روسیې د څېړنې کمېټې ویلي، د کراکوس ښار په تالار کې په ترهګریز برید کې له ۶۰ زیات کسان وژل شوي او ښايي د قربانیانو شمېر نور هم زیات شي.

د مسکو سیمه‌ییز والي وروبیوف ویلي؛ د ۱۰ ماشومانو په ګډون یې ۱۱۵ ټپیان له برید وروسته روغتونونو ته لېږدولي چې د ۶۰ لویانو روغتیايي وضعیت نازک دی.

دسپوتنیک خبري اژانس د انځورونو په اساس د پېښې له ځایه لا هم لوګي خیږي؛ خو د روسیې د بېړنیو حالاتو وزارت وايي چې ۴۷۷ کسان او ۱۸۳ تجهیزات د د برید له امله د اور په وژلو کې ښکیل وو.

د یاد برید له کبله روسیې د نړۍ له ګوټ ګوټه څخه د غندنې او خواخوږۍ پیغامونه ترلاسه کړي؛ خو د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت یوه ویاند ویلي چې ولسمشر جوبایډن پلان نه لري چې پوتین ته د برید په اړه ټلیفون وکړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه