دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهروسیې یو ځل بیا د ټول‌شموله حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی

روسیې یو ځل بیا د ټول‌شموله حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی

ويب ډیسک 

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په خپله وروستۍ وینا کې ویلي چې ا.ا د بشري حقونو د سرغړونې له امله په رسمیت نه پیژني.

ښاغلي لاوروف پرون د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې د یوې خبري غونډې پر مهال رسنیو ته وویل چې د ا.ا حاکمیت ټول‌شموله نه دی.

د هغه په ​​وینا په افغانستان کې له بشري حقونو څخه پراخه سرغړونې او د یوه جامع حکومت په جوړولو کې پاتې راتلل هغه څه دي چې په افغانستان کې د یوه مشروع حکومت په توګه د ا.ا د پیژندلو مخه نیسي.

هغه د ا.ا له مخالفو سیاسي جبهو او جریانونو څخه هم وغوښتل چې سوله‌ییز چلند وکړي.

په همدې حال کې په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د نجونو له حقونو څخه سرغړونې اوج ته رسېدلي او دې مسلې پراخې اندېښنې راپارولي دي.

که څه هم ا.ا له بشري حقونو څخه د سرغړونې تور نه مني، خو د ملګرو ملتونو کارپوهان د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د ځانګړي رپورټر ریچارډ بینیټ د موندنو په حواله په دې باور دي چې اوسنی وضعیت جنسیتي توپیر کیدای شي د جنسیتي ځورونې لامل شي چې یو نړیوال جرم دی.

ا.ا هم د ټول‌شموله حکومت پر جوړولو د نړیوال تاکید په تړاو ویلي چې د دوی حاکمیت ټول‌شموله دی او نړیواله ټولنه یې تورنه کړه چې د افغانستان په کورنیو چارو کې په لاسوهنې سره پر ا.ا فشار راوړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه