ويب ډیسک
په بدخشان کې د ا.ا سیمهییزو مسوولینو په دغه ولایت کې د سرو زرو د یوه کان د نړېدو خبر ورکړی، چې په پایله کې یې یو تن مړ او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس ذبيحالله اميري وويل چې دا پېښه پرون دوشنبه د سلواغې په دويمه نېټه د دغه ولايت د مرکز فيض اباد ښار د شاه خرد په کلي کې رامنځته شوې ده.
هغه ویلي دي چې پدې پیښه کې د ټپیانو روغتیايي حالت ښه دی.
تر دې مخکې هم په بېلابېلو ولایتونو په تېره بیا په بدخشان کې د کانونو د ښویېدو له امله په ورته پېښو کې کارکوونکي مړه شوي دي.
د يادونې ده، چې د کانونو غير معياري رایستل د کانونو د نړېدو او مرګژوبلې يو له مهمو لاملونو څخه بلل کېږي.


