د‌ طورخم دروازه د خلکو په مخه تړل شوې

0
81

ويب ډیسک

د طورخم کمیسار مولوي عبدالجبار حکمت زیاته کړه:

” نن د سهار له لسو بجو راهيسې، دوی خپلو کې جنجال وکړ، دروازه تړل شوې ده، دروازه د خلکو په مخه تړلې ده، موټرې او ناروغانو لپاره نه‌ده بنده، خو د عامو خلکو په مخه تړلې ده.”

نوموړی وايي، دوی له پاکستاني لوري سره په اړيکه کې دي، څو دروازه بیرته پرانيستل شي.

بل پلو د ننګرهار ولايت لپاره د ط…الب.ان..و مطبوعاتي دفتر هم د باختر اژانس په حواله ويلي چې د تورخم دروازه نن د مسافرو په مخه تړل شوې ده.

تر دې مخکې هم تورخم دروازه د بېلابېلو نښتو او امنيتي ستونزو له امله په ځلونه تړل شوې ده.