ويب ډیسک
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي نن شنبه د پاکستان ملي امنيت شورا له سلاکار يوسف معيد سره کتنه کې تمه ښودلې چې پاکستان افغان سوداګرو ته سهولتونه رامنځته کړي٠
ياد وزارت نن شنبه ويلي چې یوسف معيد د خپل حکومت له لوري د همکاریو ژمنتیا څرګنده کړې او زياته کړې ده چې حکومت یې چمتو دی چې د چمن او طورخم لارو کې د تګ راتګ په برخه کي همکاري وکړي تر څو د ټرانزیټ او په دروازو دتلونکو، راتلونکو خلګو ته سهولتونه رامنځ ته شي.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سرپرست امير خان متقي هم د پاکستان د ملي امنيت شورا سلاکار ته د همکارۍ ډاډ ورکړى او غوښتنه يې کړې چې د کرښې دواړو اړخونو ته د پرتو ولسونو، ناروغانو او تجارانو ته د تګ راتګ لپاره اسانتیاوي برابرې شي.
ښاغلي متقي زياته کړې:” د ازبکستان-تاجکستان او ترکمنستان سره مو د تجارت لار د ترانزټ لپاره خلاصه کړې او له تاسو څخه هم توقع لرو چي زموږ تجارانو ته سهولتونه برابر کړئ.”
په دې لیدنه کې هوکړه شوې چې د تجارت د لاښې ودې په هدف دي د دواړو غاړو ګډه کمېټه جوړه شي٠


