دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهتردې دمه نیم میلیون افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي دي

تردې دمه نیم میلیون افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي دي

ويب ډیسک

د ۱۴۰۲ هجري په لړم میاشت کې د پاکستان لنډمهالي حکومت د افغان کډوال د راایستلو پرېکړه وکړه او تر دې دمه نیم میلیون افغان کډوال له پاکستانه را ایستل شوي دي.

د پاکستان نوي حکومت د افغان کډوالو پر وړاندې د یاد هېواد د لنډمهالي حکومت پالیسۍ ته دوام ورکړی او د افغان کډوالو د ایستلو دویم پړاو پرېکړه یې کړې ده.

د یاد هېواد د کورنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې د «غیرقانوني» افغان کډوالو د ایستلو دویم پړاو به پیل کړي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر، محسن رضا نقوی په لاهور کې خبریالانو ته ویلي چې په سند او پنجاب ایالتونو کې یې د افغان کډوالو د پېژندلو لړۍ پیل کړې ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې د راپور له مخې چې د ۱۴۰۲ د لړم میاشتې له پیل تر دې دمه له ۵۰۰ زره ډېر افغان کډوال ایستل شوي دي.

پاکستاني چارواکو ویلي چې د کډوالو د ایستلو لړۍ درې پړاوونه لري. په لومړي پړاو کې ټول «غیرقانوني» کډوال وباسي. په دویم پړاو کې بیا هغه کډوال وباسي چې د اوسېدنې کارتونه لري او په درېیم پړاو کې بیا هغه کډوال پېژندل کېږي او ایستل کېږي به چې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ کارتونه ورسره دي.

بلخوا اسلامي امارت د پاکستان له نوي حکومته غوښتي چې د افغان کډوالو پر وړاندې د جبر پالیسي پایته ورسوي، خو پاکستاني چارواکي ټینګار کوي چې په کمسارې توګه ټول «غیرقانوني» کډوال وباسي.

د ویلو ده چې دا مهال په پاکستان کې شاوخوا ۱٫۷ میلیونه «غیرقانوني» افغان کډوال ژوند کوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه