یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهيوناما:موږ له اصلي چارواکو غواړو چې د انجونو په زدکړو غیر عادلانه...

يوناما:موږ له اصلي چارواکو غواړو چې د انجونو په زدکړو غیر عادلانه او ناوړه بندیز ته د پای ټکی کېږدي.

ويب ډیسک

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستیال پلاوي د پرله پسې درېیم کال لپاره له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځیو د نه پرانیستلو په تړاو له طالبانو وغوښتل چې، دغه بندیزونه پای ته ورسوي.

یوناما د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي: «موږ له اصلي چارواکو غواړو چې دغه غیر عادلانه او ناوړه بندیز ته د پای ټکی کېږدي».

د دې سازمان په وینا، په افغانستان کې د نوي تعلیمي کال له پیله اوس څه باندې ۹۰۰ ورځې پاتې دي چې له ۱۲ کلونو څخه د کم عمره نجونې ښوونځي او پوهنتون ته له تلو منع شوې دي.

خو د ملګرو ملتونو په دي سازمان ټینګار کړی، چې زده کړه د هر چا لپاره او په هېواد کې د سولې او هوساینې لپاره اړینه ده.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د نوي ښوونیز کال له پیل سره د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو په اړه څه نه دي ویلي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه