ويب ډیسک
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې واشنګټن د پاکستان او د افغانستان د سرپرست حکومت وروستیو نښتو اندېښمن کړي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند «ودانت پتیل» تېره شپه ناوخته د خبري غونډې پر مهال په افغانستان کې د ملکیانو پر وژلکېدو خپګان ښودلی دی.
هغه زیاته کړې چې امریکا د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتي چې د افغانستان له خاورې د بریدونو د مخنیوي ډاډ ورکړي.
پتیل همداراز ویلي چې واشنګټن پر پاکستان غږ کړی چې له زغم کار واخلي او له دغه هېواده یې وغوښتل: “پاکستان باید دا ډاډ ترلاسه کړي چې د ترهګرۍ ضد هڅو کې ملکي وګړو ته زیان نه رسیږي.”
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند دا هم ویلي: “موږ په خیبر پښتونخوا کې د شنبې د ورځې د پوځي بریدونو په ځواب کې پر افغانستان د پاکستان د هوايي بریدونو راپورونه لیدلي دي. موږ په پاکستان کې د بریدونو او تلفاتو په اړه هم اندېښمن یو.”
پتیل د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې له پاکستان سره د امریکا د مرستو په اړه ویلي چې امریکايي چارواکو په دې اړه له پاکستاني مشرانو سره پرله پسې خبرې کړې او د افغانستان په اړه هم ورسره تفصیلي غږېږي.


