پاکستان وايي :افغانستان پر خاوره د دوشنبې سهار په بریدونو کې ترهګر په نښه کړي

0
131

ویب ډیسک

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغانستان پر خاوره د دوشنبې سهار په بریدونو کې د پاکستاني طالبانو د تحریک د یوه قومندان حافظ ګل بهادر ډله په نښه شوې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په افغانستان کې ترهګرو ډلو له هغې ډلې ټي‌ټي‌پي پر پاکستان د بریدونو لپاره تل له افغان خاورې استفاده کړې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې اسلام‌اباد د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا او واکمنۍ ته اهمیت ورکوي او تل یې د ترهګرۍ له ګواښونو سره مبارزې ته لومړیتوب ورکړی دی.

خو له دې مخکې د اسلامي امارت دفاع وزارت په خوست او پکتیکا ولایتونو د پاکستان د وروستیو بریدونو په هکله ویلي چې پاکستاني جنګي الوتکو د ولسي وګړو کورونه په نښه کړي دي.