یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپه تېرو شپږو میاشتو کې افغانستان ته د پاکستان صادرات ۳،۶۳ سلنه...

په تېرو شپږو میاشتو کې افغانستان ته د پاکستان صادرات ۳،۶۳ سلنه زیات شوي

ویب ډیسک

د پاکستان دولتي بانک راپور ورکړی چې د ۲۰۲۳ کال په دوهمه نیمايي کې افغانستان ته د پاکستان د توکو او خدماتو صادرات د تېر کال په پرتله ۳،۶۳ سلنه زیات شوي دي.

د پاکستان دولتي بانک د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳ کال له جولای تر دسمبر پورې یې د ۲۶۰ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات لرلي دي.

دا په داسې حال کې دي چې د تېر میلادي کال په دسمبر میاشت کې افغانستان ته د پاکستان صادرات له هغې د مخکینۍ میاشتې په پرتله ۴۶ سلنه کم شوي دي.

له دې وړاندې، د نړیوال بانک په راپور کې راغلي و چې په ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان نولس سلنه واردات له پاکستان څخه وو.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه