ويب ډیسک
د امریکا د متحدو ایالتونو د پخواني ولسمشر ډونالدټرمپ وروستیو څرګندونو د سپینې ماڼۍ، ناټو او اروپايي ټولنې د مشرانو غبرګونونه راپارولي دي.
د ناټو عمومي منشي یینس سټولټنبرګ نن دوشنبه د فبرورۍ ۱۲مه په یو بیان کې د ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې د ناټو د غړو ترمنځ له یوبل څخه د دفاع نه کولو په اړه خبرې د ناټو عمومي امنیت او د امریکا او اروپا عسکر له خطر سره مخ کوي.
یینس سټولټنبرګ ویلي، د ناټو پر هر غړي برید ته به په یووالي او ځواک سره ځواب ورکړل شي.
د امریکا پخواني ولسمشر ډونالدټرمپ پرون ویلي وو، که دی ولسمشر شي نو امریکا به د ناټو د هغو غړو دفاع ونه کړي چې ناټو سازمان ته کافي دفاعي ونډه نه ورکوي.
سپینې ماڼۍ هم د ټرمپ دغو څرګندونو ته غبرګون ښودلی او دا څرګندونې یې وېروونکې بللي دي.
سپینې ماڼۍ ویلي، د ټرمپ څرګندونې به روسیه نوره هم دېته وهڅوي چې هرڅه یې زړه غواړي، ترسره کړي.
د ډونالډ دغه څرګندونې دد اروپايي ټولنې مشرانو له غبرګون سره هم مخ شوې او غندلې یې دي.


