ويب ډیسک
اسټراليايي رسنيو نن سې شنبه راپور ورکړی، چې اسټراليا کرکټ بورډ په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د محدوديتونو او له کار او زده کړو څخه د ښځو او نجونو د منع کولو په غبرګون کې دا پرېکړه کړې ده.
دا لوبلړۍ د فيوچر ټور پروګرام په اساس اګسټ مياشت کې د افغانستان په کوربتوب پلان شوې وه.
د افغانستان کرکټ بورډ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده چې تېر کال هم د اسټرالیا د کرکټ ملي لوبډلې د افغانستان له لوبډلې سره د درې يو ورځنۍ لوبو لوبلړۍ لغوه کړې وه.
د اسټرالیا د کرکټ ادارې هغه مهال ویلي وو چې د خپل هیواد له حکومت سره یې تر سلا مشورې وروسته دغه سیریز لغوه کړی دی.
د ۲۰۲۳م کال د جنورۍ ۱۲مه په یوه بیانیه کې د استرالیا د کرکټ ادارې «کرکټ استرالیا» ویلي وو چې د اسلامي امارت له لوري د ښځو او نجونو پر تعلیم، کار او پارکونو او ورزشي کلبونو ته د هغوی پر تګ د وروستیو بندیزونو له کبله یې دغه پرېکړه کړې ده.
د اسټرالیا د کرکټ ادارې دا هم ویلي وو چې دوی د افغانستان په شمول په ټوله نړۍ کې د ښځو د کرکټ ودې ملاتړ ته ژمن دي او په خبره یې په افغانستان کې به د ښځو او نجونو له پاره د شرایطو د ښه کیدو په تمه د افغانستان د کرکټ بورډ سره په اړیکه کې وي.


