لیکنه :ډاکتر یارمحمد تره کی
دا یو کال کیږی چی په ډير تعجب می د پیښور او کراچی د خواجه سرا (ترانس جندر) کسانو د ټولنو غونډی او ویناوی ولیدلی. دوی خپلی ټولنی لری، خپل سیاسیون لری او حتی په دولت کی خپل استازی لری.
د پنجابی او سندهی خواجه سراوو په باب نه ږغیژم. زه د پشتنو په باب خبری کوم. په خیبر پشتونخواه کی خواجه سره وطنوال که د نورو په شان مساوی حقوق نه لری خو د یوه رسمی، منل شوی او په قانون کی د ټاکل شوی ټولنیز قشر په توګه موجودیت لری.
خواجه سر څوک دی؟
خواجه سرا یا ترانس جندر (Transgender) هغه کسانوته ویل کیږی چی د هغه/هغی د جنسی هویت د هغه څخه برخلاف دی چی قبول شویو قوانینوورته فیزیکی، بیولوژیکی او ټولنیز حیثیت ورکړی دی.
ددی تر څنګ په انسانی ټولنو کی یو بل قشر خلک هم شته چی ورته نر ښځي یا (Gynandromorphophilia (GAMP) ) وایی. دا هغه خلک دی چی د نارینه تناسلی غړی او د ښځو بدن لری.
د ځینو څیړنو په نتیجه کی دا جوته شوی ده چی په یوه هیواد کی د ۰،۰۷ ٪ تر ۰.۱۴ ٪ پوری خلک کیدای شی ترانس جندر اوهمدومره نر ښخيان وی.
که د افغانستان نفوس ۳۸ میلیونه اټکل کړو او د دی ډلی د خلکو سلنه تر ټولو کوچنی یعنی ۰،۰۷٪ ونیسو نو په افغانستان کی څه د پاسه ۴۱۰ زره ترانس جندر او نر ښځيان شته.
د هند او پاکستان هیوادونو دغه قشر خلکو ته په قانون کی رسمیت ورکړی دی. په ډيرو فورمونو کی د جنسیت په ځای کی د نر، او ښځه تر څنګ د مخنث یا نرښځي ځای هم شته.
خو تر هغه ځایه چی ما په افغانستان کی ژوند کړی دی ما نه داسی خلک لیدلی دی او نه می په ټولنیزو غونډو، او یا پوهنتونوکی تر سترګه شوی دی.
اوس راځم د مسلی اصلی برخی ته.
په افغانستان کی ولی جنسی اقلیتونه پټ ساتل شوی دی؟
آیا د هیواد د روغتیا وزارت ددی په باب کومه پالیسی لری؟
آیا تاسو په خپل ژوند کی داسی یو انسان په افغانستان کی لیدلی دی؟
دا څو ورځي په ټولنیزو رسنیو کی د کنړ او د کندوز ولایت څو ترانس جندر او نر ښځي هیوادوالو خبری او مصاحبی کولی. ددوی خبری او مصاحبی ډيری زړه بوګنونکی او د درد څخه ډکی وی چی زه یی ددی کرښو په لیکلو وهڅولم.
خواجه سرا او ترانس جندر هیواد وال په پاکستان کی هم تر ډير شدید مذهبی، ټولنیز او اقتصادی فشار لاندی دی. د پاکستان نفوس څه د پاسه ۲۲۰ میلیونه دی. داسی اټکل کیږی چی ددی هیواد د خواجه سرا اوترانس جندر نفوس به د یو نیم میلیون او دوو میلیونو تر مینځ وی. په پاکستان کی یوازی په دی وروستیو دوو لسیزو کی ددوی لپاره ټولنیزشرایط لږ دی ته برابر شول چی دوی لوست وکړی او ځان ته د فکری کار څخه ډوډي وموندی. خو بیا هم ددی ټولنی څه د پاسه ۹۰ سلنه د پاکستان د ټولنیزو محدودیتونو، د خلکوله خواه د زورولو او د کورنیو د بد چلند په وجهه جنسی کاروبار او موسیقی ته پنا وړی.
خو که راشو افغانستان ته نو ددوی غږ خو اصلآ نه اوریدل کیږی.
ددی امکان ډير دی چی زمونږ او ستاسو په خپلوانو، کلیوالو او هم کوڅو کی ترانس جندر او خواجه سرا زیږیدلی وی. ددی امکان ډير دی چی زمونږ په کلیو او بانډو کی داسی خلک موجود وی. خو افغانستان دغی مسلی ته نه یوازی نه دی کتلی بلکه خپلی سترګی یی ړندی اچولی دی او غوږونه یی کاڼه نیولی دی. د هیواد په هیڅ دولتی ارګان کی ما د دی ډلی په باب یوه پالیسی، دفتر، طبی مرکز او یا د ټولنیزی مرستی مرکز ندی لیدلی.
زه چی ماشوم وم نو زمونږ په کوڅه کی یوه پخه خواجه سرا په کوڅو کی ګرځیدله. د کوڅي او سړک خلکو به چی دا ولیدله نو تیږی او ورستی میوی به یی ورباندی اچولی. ځینو به یی ځان ته لاس ورووړ. ځینو به یی کالی تر ی کشول. زه چی ددی انسان په سپکاوی ډير زوریدم خپل پلار څخه می وپوښتل چی دا خلک ولی د غه ښځه زوروی. زما پلار چی نه یی غوښتل ددی د جنسی حالت په باب ما ته معلومات راکړی. نویی وویل: هسی خدای وهلی دی چی یو مظلوم انسان زوروی. که ورشو او دفاع تری وکړو نو خلک به تیږی پر مونږ را واوروی. ښه ده چی لیری تری ولاړ شو.
ددی پیښی څخه څه کم نیمه پیړی یعنی پنځوس کاله تیر شول. تیر کال ما بیا واوریدل چی په هرات کی یو ترنس جندر په ورته حالت کی ژوند کوی او د عامه خلکو، دوکاندرانو، پولیسو او ریړی ولاوو له خواه زوریږی.
ما ته سمدستی دا فکر را پیدا شو چی په نیمه پیړی کی د افغانستان په ټولنیز ژوندون کی که ډير لوی توپیر راغلی دی خو د مذهبی، سنتی او فرهنګی محدودیتونو له کبله د خلکو سر لا په ځینو ډیرو مهمو مسلو ندی خلاص.
که څه هم چی ټولنیر انقلابونه، رژیمونه او قوانین تر یوه حده د خلکوپه اذهانو کی لوی بدلون راووست، د ښوونځي او زده کړی په باب یی د خلکو فکر بدل کړ، د دولت او ټولنیزو خدمتونو په باب یی ددوی ذهن روښانه کړ، خو ځینی مهمی مسلی لا تر اوسه نه دی شاربل شوی.
د نر ښځیانواو ترانس جندر په باب د افغانستان ټول قومونه او مذهبونه ورته پالیسی او کړنی لری. هزاره، پشتون، تاجک، ازبک او بلوڅ ترانس جندر او نر ښځي په عین ټولنیز حالت کی دی. ډیر ترانس جندر او نر ښځیان مخکی له دی څخه چی ټولنی ته راووځي د خپلوانو او حتی د کورنی له خوا یا له مینځه ځي او یا د کوره ایستل کیږی. هیڅ کورنی د یوه نر ښځي او ترانس جندر د خپلوانی او قرابت اړیکه نه منی.
که تخصصی تعریفاتو ته راشو نو دا ډول خلک هرو مرو په ټولنو کی زیږی. دوی نه په نارینه وو پوری تړاو لری نه په ښځینه وو پوری.
خو دوی لکه زمونږ په شان انسانان دی، د پوره عقل، فراست، چاڼ، فزیکی او فکری توان لرونکی دی. دوی کولای شی ښوونځي ته ولاړ شی او لوست وکړی. خو په ښوونځي کی هم د هم ټولیګانو له خواه تر تاوتریخوالی لاندی راځي.
بله مسله په افغانستان کی د انسان په باب قبول شوی ټولنیزانځور دی چی په هغه کی د جوړ او روغ نارینه او ښځینه ماسیوا نور خواجه سرا، ترانس جندر، معیوبه او بی ودی انسان ته ځای نشته.
کله چی می په دی باب لیکنه کوله نا ببره می پر څو نورو مثالونو پام شو او هغه دا چی په افغانستان کی هر هغه څوک چی د عادی نورم څخه بیل وی د ټولنی د نفرت، بد نیتی او ناغیړی مضمون ګرځي.
د ځينو خلکو په کورونو کی معیوبه او ګوځڼ وهلی ماشومان شته، په نورو کی د ډاون سندروم (Down Syndrome )
آیا دغه ډول خلک ددولت له خواه ساتنی او ټولنیزی مرستی ته اړتیا لری؟
هو په هره ټولنه کی لږکیان (اقلیتونه ) د دولت مرستی او پوښښ ته اړتیا لری.
آیا دا د رژیمونو بی غوری ده؟
تر هغه ځایه چی ما ته ددی ټولنی وضعیت ښکاری دولت په هیڅ دوران کی ددی خلکو په باب داسی کار ندی کړی چی ددوی د ټولنیز حالت د بدلون باعث شی.
ځینی بیا دا خبره کوی چی اوس مهال نه یوازی لږکیان بلکه د افغانستان نیمی نفوس یعنی ښځی تر سیستماتیک تبعیض لاندی دی.
په هیواد کی د عصری علومو متخصصین او عالمان تر فشار لاندی دی، په هیواد کی سیاسی او مدنی ټولنی ممنوع شوی دی اویو پراخ مذهبی دیکتاتوری حاکمه ده نو پدی حالت کی څرنګه کیدای شی د یوه کوچنی اقلیت د ژوند او حقوقو په باب خبری وشی؟
ددی کسانو په ځواب کی باید وویل شی چی د ترانس جندر او خواجه سرا په وړاندی تبعیضی پالیسی دا نه د طالبانو په وخت کی نافذ شوی دی او نه زور ور کول شوی دی.
د دی ټولنی په وړاندی ضدیت او تبعیض په ټولنیز و اخلاقو بدل شوی دی او د دولت او نورو مراجعو له خواه د عامه پوهاوی کار ندی شوی. دولتونو لپه دی باب کومه پالیسی او د ساتنی (Protection) پروګرامندی پلی کړی. په ټولنی کی خلک تر اوسه په دی باب ډیره پوهه او معلومات نلری او ځینی وطنوال چی په کورونو کی داسی غړی لری د شرمه نورو ته څه نشی ویلای.
په نتیجه کی دا هیوادوال هم د ټولنی د نفرت سره مخامخ دی او هم په کور دننه کی د تاوتریخوالی سره مخاخ دی. په ډيرو حالاتو کی داسی کسان د کوره تښتی او دباندی د ژوند او کار کولو د نه شتون له کبله د جنسی سوداګری او عیش وسیله ګرځی.
څه د پاسه ۹۰ سلنه خواجه سرا او ترانس جندر په پاکستان کی په جنسی کاروبار اواجباری موسیقی لګیا دی. ددی ډلی د حالت په باب په افغانستان کی کره معلومات نشته. خو هغه څه چی بی د ارقامو څخه ښکاره او بربنډه دی دادی:
– په افغانسنان کی یو زیات شمیر خواجه سرا او ترانس جندر شته خو د ټولنیزو محدودیتونو، تبعیض، کورنی ستونزو او مذهبی محدودیتونو له کبله دغه ډله خلک خپل ځانونه په ټولنه کی نه ښیی. ددوی فزیکی اوروانی ژوند د خطر سره مخامخ دی. کورنی هم چی تر خپلو اولادونو د خپل پت او عزت په فکر کی دی خپل ترانس جندر او خواجه سرا ماشومان په قربانی کی حسابوی. دولتونه د نورو ستونزو تر بار لاندی دی موضوع ته نه توجه کړی ده او نه یی کومه هڅه.
– دغه ډله خلک هیڅ ډول ټولنیز پوښښ او مدافعه نلری.
– دینی مراکز، جوماتونه، مدرسی، د علماوو شوراګانی او نور پر دغی لویی مسلی سترګی پټوی او د هغه په باب نه کومه فتوا صادروی او نه کوم اقدام کوی. په ځينو حالاتو کی دینی مرکزونه غیر عادی انسانانو ته د انسان په سترګه نه ګوری.
– علمی او څیړندوی مرکزونه که څه هم چی په ډيره سطحی توګه پر دی مسایلو خبری کوی خو ددوی خبری د ټولګی او څیړنو د چاپیریاله نه راوزی، دا ځکه چی ټولنیز چلند ددی مسلی سره منفی او دښمنانه دی.
څه باید وکړو؟
– ټولنیز چلند باید ددی مسلی سره بدل شی. ځینی وختونه ددی لپاره چی ټولنیز چلند د یوی مسلی سره بدل شی نو لازمه ده تر څو په دی باب خبری وشی او د نورو ملتونو د تجربو څخه زده کړه وشی.
– که دولت ددی کار جوخه نشی او د نورو مسلو په شان پر دی مسلی هم تله تیره کړی نو بله لار د منورو، روښان فکرو او عالمو کسانو لیکنی، مشوری او تبلیغونه هم کیدای شی ټولنیز چلند بدل کړی.
که په خپل چاپیریال کی خواجه سرا او ترانس جندر ووینی نو دهغوی سره په شفقت، احترام او د یوه مساوی الحقوقه انسان په توګه چلند وکړی. د تحمل او منلو کوچنی ټولنی بالاخره د ټولنیز ژوند شراط برابروی.
– خدای (ج) ټول انسانان پیدا کړی یو. یو کس نارینه وی، بله ښځه ، بل خواجه سرا، بل ترانس جندر، بل معیوب، بل داون سندروم، بل آتیستیک (Autistic ) او بل ناروغه. ټول په دی نړی کی دخپل توان په پرتله د ژوند، زده کړو او کار حق لری.
اوس نو که کوم روښان فکره، کوم طبیعی عالم، کوم ډاکتر اویا دینی عالم را پیدا شی او ددی لیک په تړاو د خواجه سراوو او ترانس جندر پّه باب داسی ښه مسایل ولیکی چی د خلکو سر پری خلاص شی نو دا به ددی لیکنی بریالیتوب وی.


