یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهدلايق په شاعري کي فکرونه

دلايق په شاعري کي فکرونه

ليک ،روزي خان ايثار

سليمان لايق، په 1930کي ده پښتنو په وياړلي کور افغانستان کي ده کټواز په شرنه نومي کلي کي پيداسوی دی،
دده پلار چي خليفه عبدالغني نوماند يوو مزهبي عالم وو چي پر ستر اديب لايق صاب هم ديوو مزهبي نظريې ده اثر له وجي نوم غلام مجدد ايشی وو، مجدد په اسلام کي هغه نظريه فکر ته ويل کيژي
چي ده دن اسلام لپاره په هره دور کي يوو سړای پيداکيژي چي دخپل علم په رڼا به د اسلام دسوچه علمو او افکارو پرچار کوي، لکه چي شيخ احمدسرهني چي ورته مجدد الف ثاني وايي،
کڅه هم غلام مجدد يوو اسلامي مزهبي مجدد نسو خو يوو، علمي، عقلي، عملي انسان پال، مظلوم پال ملت پال او قام پال ستر سليمان لايق ضرور جوړو سو،
چي دخپلي خاوري ده مادي جوړښت او ده خپل اولس ده درد او فکر يې ډيره په ايماندارۍ سره نمايندګي وکړله،
که ده لايق، ده ژيژون پر وخت فکر وکړو نو دا هغه وخت وو چي په عالمي نړۍ، له ده کيپټا لزم رسۍ ده امريکې لاس ته نوه ورغلې خو ده سوشلزم يعني اشتراکيت ناوکۍ ده روس دقافلې پر اوشانو سپره وله چي مهار يې ده ويلاد مير لينن په لاس کي وي او سوشلزم يې لکه دجرس په توګه استعمالاوي،
خو له بده مرغه، دپشتنو پرخاوره ديوو زورور قوت تاج برتانيه راج وو چي ده کالونيل ډسکورس په صورت کي يې دپشتنو پر تاريخي کلتور او جغرافيه زيات اثرات کړي ول
خو پشتانه لا دهغه مزهبي ورور ګلوۍ يعني خلافت عثمانيه غوندي مزهبي وحدت په اسره هم کم خلافت عثمانيه چي دعربو دفومي هوس له وجي ده لارنس آف عربيا په مرسته دړي وړي سوی وو،
ستاسو ونظر ته دغه شيان ځکه ژدم چي زه غواړم چي ده استاد لايق فکر هغه سوچه فکر ثابت کړم دکم فکر چي موژ هم پرچار کوو او په تاريخ کي يې سوچه قام پاله پشتنو هم پرچار کړی وو
تردې له مخه چي دلايق صاب پر مجموعي ادبي زيار رڼا واچوم غواړم چي دلايق صاب په نظم کي ده هغه فکر انتخاب وکړم کم چي لازم دی چي دلته شکاره سي
لايق صاب په خپل نظم کي دمظلوم همايت، او ظالم غندنه ده خپل وطن د شعوري، فکري او عملي انقلاب ملګری استاد لايق دخپل انقلابي پاڅون اثر پر افغان ټولنه داسي بيان کړی دی،
که ده وينو طوفان نوای پاڅولي
دا په خپل غلاف کي مړه به پاڅول چا،
که قوت د انقلاب د چيغو نه وای
مړه نبضونه د وطن به خوځول چا
دا ناولي د جنت ټېکه داران به
په پلورلو د وطن باندي نيول چا
دا د نوي هوډ غښتلي شاعران به
هنګامې د آزادۍ ته هڅول چا
سليمان لايق، دخپل ماشوم توب په وخت کي يوو زيرک لوستونکي وو، دهغه ثبوت دادی چي استاد لايق له خپله شونځای زخه يستلی شوی ؤ
او ده طالب علمي په وخت کي يې چي سياست شروع کړی ؤ
نو هغه وخت په هغه درسګا کي فوليسو رټلای هم ؤ
استاد لايق دخپل شعوري سياست په وخت کي ده اشتراکيت له نظريې او نظام زخه متاثره ؤ
او دده دسياسي زيرک والي او دنوي تفکر لاعمل دا هم وو چي په هغه وخت کي اکثره کالونيل هيوادونو خپله آذادي اخيسکي وله، خو ده آذاد افغانستان نظام لا له اندروني انتشار سره مخامخ وو،
هم دا وجه وله چي دځينو هيوادو جمهوري او سياسي نظام ده افغانستان پر السي زهن اثر وکړ چي هغو وغوشتل چي هغه پخوانای نظام بدل کړي هغه ځکه چي ده افغانستان امريت دنړۍ له سياسي چارو سره سمون نه خواړو، په پخوانۍ ميخانه کي ووس دنوګو پيالو ضرورت وو او ده سوشلزم ده امن تصور بيا بيخي بدل وو، ځکه لايق صاب ده خپل الس دفکر ترجماني داسي کوي،
“دور بدل شو دوختونوتقاضابدله
صاقي بدل شه درندانو تمنابدله
ماده صبالاره وهله دپاروندپر قدم
لوری بدل شو لاربدله شوه صبا بدله
هم دغه ده بدلون ده ګرز نم وو چي ده دثور انقلاب په پرخه يې دلايق صاب دفکر ګلان هم لانده کړل،
سليمان دخپلي شاعرۍ په هنداره کي دخپل اولس دهري طبقې نمايندګي کړګي ده، خو په خاصه توګه يې دمظلومي طبقې ده ژوند هال او راز ډير واضع کړی دی، هغه، ديوو عام انسان په څېر دخپل وطن، له هر شي سره اشنا دی، لکه، کيژدۍ، کډوال، ګوډه اوشه، نغرای،
ځيني شيان هغه په خپل نظم کی داسي بيان کړي هم ده لکه
ده سحر ده رنګنيو پر نغري به
ده لمرونو غرزنګونه سيخول چا
هم دغه رنګه هغه په خپل نظم کي تروژمۍ داسي شايسته پيان کړګي ده،
“چابه لاره خلاصوله دلمر کورته
له تل پاتي تروژميو به ايستل چا چا به وړل په ډکو غيژو دنمرغشي
تورديوان ده ترژمۍ به ويشتل چا ” هم دغه رنګه نور بلها ټکي لکه
کراسته، شپون کای، شپيلۍ،ځوله، ځپل اربز، داړونکي، لکه چي دی په خپل شعر کي وايي
چابه ميژي خلاصولې له ليوانو
ده داړونکو اربرونوبه ځپل چا
زوزان، ترخي، غونډای، او داسي نور بلها کورني او کليوال علاقايي توري چي لايق صاب په خپلو شعرونو کي رانغشتي دي،
هغه ديوو کډوالي قافلې منظر کشي په خپل شعر کي داسي کوي چي معنا يې داسي ده،
“ده کوچۍ اينجلۍ پربالخو ګانو دباران دتودو څاڅکواوبه داسي رابهيژي لکه دنرګس دګل پر نازک مخ چي پرخه نمر ويلي کړي او ده ووړو پر ځوله باندي دميژو په وړۍ جوړه کراسته پرته ده او ده بوډا کوچي استقامت يې په طوفاني موسم کي لکه غر بيان کړی دی ”
پښتون سليمان لايق پر خپلو پښتنو دوني مين وو لکه، ادم پر هوا، يقوب پر يوسف او محمد پر خپله خاوره مکه، هغه افغانستان وو چي له تاريخه يې دهر يلغرګر ويلغارته سر ټيټ نکړو خو ده عربو په ريواياتو کي شکېل سو خو هغه پشتون سليمان لايق وو چي په خپلو شعرونو کي بې هر بهارنای قوت يرغلګر وګانه
په هرځای دفتنه ګرو بازار تېزدی
که قابل دی که هرات دی که ګرديز دی
ټول دقبر اتلان دلته پريوتي
که عرب دی که مغل دی که انګريز دی
هغه افغانستان وي چي دنړۍ دخپل منځ دنظرياتي جنګ ساړه جنګ له وجي ودنيا ته ديوو ريسسټ رياست په توګه شکاره کيدي، خوهغه پشتنو سليمان لايق وو چي، ده دنيا وهر انسان ته يې له له مزهب، قوم او رنګ زخه پرته دا پيغام ورکاوي او ده خپل افغانستان سوچه ترجماني يې پدا شعر سره کړګي ده
اې پيغلوټو ايې ځوانانو
اې تورپوستوايې سپين پوستو
سره يوشي سره يوشي
ايې تور څڼو زېړ ويشتانو
هغه، سليمان لايق وي چي دخپل اولس په دماغي هنداره کي يې دوطن دهر سړي تصوير واضع کړ او وخپل اولس ته يې وطن فلور خان، ملک او ملا ور وپيژندل، لکه چي دی وايي،
ملاته ګوره چي قرآن فلوري پيسې ټولوي
دخدای رضا يې کړه په خيرو ددنيابدله
او ده ثور انقلاب پر ضد يې ده وطن فلور جهاديانو بيا نيه داسي رده کړله،
دا غورزنګ دجهادي مسلمان ندی
ياتيمورياهلاکو دی ياچنګيز دی
هغه افغانان ول چي ده روس او امريکې دنظرياتي جنګ په لومه کي دساړه جنګ په لمبو کي سوزيدل چيغي يې دنيا اوريدلې خو چا څه نه ويل، هغه لايق وي چي خپل عقل او عمل يې دخپل اولس دخلاصون لپاره استعمال کړ او ويل يې
دا چي ده دوژخ په لمبو سوزم فروانکوم
خپل رنځور اولس ته حنتونه لټوم
اوشکي مي په له سترګو وګريوان ته خوشي نزي
غاړي دجانان ته حميلونه لټوم
هغه، دپردي کلتور پرچار کونکي ول چي په ټولنه کي جمود راوستلی وو او پرهر رنګه انساني تخليق او فن يې قدغن لګولو، خو هغه شاعر سليمان لايق وو چي وستړو پښتنو ته يې دخپل سماج دشاعر او منکار اهميت داسي بيان کړ
کده شعر جرس مړ وای په وطن کي
قربان سوي دميړيانو به وياړل چا
که ده دغو شاعرانو چيغي نوای
دتاريخ سره نغري به سړول چا،
قدرمن سليمان لايق، له سوچه انساني او افغاني خصوصياتوډک رشتنی، افغان پال، پشتون پال ملت پال انسان پال شاعر وو، دا هر خوی ده ده له غزل، نظم افسانې او نورو تحريرونو زخه تاسو ليدلای شي،
هغه خپل دنظم په” کيژدۍ” نوي کتاب کي چي په 1981 کي چاپ سوی دی، له نورو عنوانونوسره سره دمظومانو پرژوند او وهغو ته دپاڅون او خپل حق پيغام ورکوي، لکه څنګه چي دوخت موسی دفرعونيت خلاف وو او خپل قام يې دظالم له منجو خلاصول غوشتل هم دغه افغان سليمان لايق وخپل مظلوم اولس ته ده دنيا ديرغلګرو قوتونو خلاف پيغام ورکوي، او واي،
ايې دکوڅو خورو ورو ملګرو
راځي چي نوې لوبه سازه کړو
دغه شکمن کورونه ونړو
ځان له دې خاورو بې نياز کو
سليمان لايق، ده فرسوده ريواياتو او جمودي ټولنه زخه هر وخت بغاوت کړی دی، او ده نوي شار ده ابادولو هڅه يې کړګي ده، لکه چي دی وايي،
راځي چي هيلي څه رنګيني کړو
راځي چي نوې ترانې وو وايو
رذمانې پدې زړو غوږو کي
دژوندون نوې افسانې وو وايو
دمظومانو ملګری، سليمان لايق، هم هغه پيغام وخپل مظلوم الس ته ورکوي کم چي ستر کارل مارکس ده نړۍ ومزدورانو ته ورکوي، ” ده دنيا مزدورانو سره يوو شي، تاسو بې دلاس له ځنځيرونو بل هيڅ نلري چي وې بايلي ”
هم هغسي پيغام استاد لايق په خپل نظم کي وخپل افغان اولس ته ورکوي،
ملګرو ايې خورو ورو ملګرو
له دې ويريژم چي ناشادبه شي
دزمانې ده دتوفانونومخ ته
که سريوو نشي برباد شي،
افغان سليما لايق دخپلي خاوري په نفسياتو پوه وو ځکه يې دوطن وهر بوټي، غونډي او غرونو ته خپل فرياد ته شعر له لاري کړی دی،
په چونغر نومي نظم کي هغه بيا دخپل مزدور افغان ژغ تر اولسه رسوي او، وايي
ستايې په څه چي للمي کاره بزګر
لرګای اوبوټي دخپل کور نلري
يايې ماشوم څيري لمنه ګرزي
مور يې ګنډلو لره ستن نلري
دوخت له نظامه له مطمعين نه وو، ځکه چي ده وطن دمزدورانو او مسافرنو ستړی او ستومانه ژوند او ده وژو بچيانو رنګونو او سړو نغريو يې خوبونه حرام کړي ول ځکه بې ويل
ستايې په څه مسافر مزدوردی،
لکاره پاته دی او کور نلري
ياهغه مزی بې شعوره سود خور
په چا زړه نه سوزوي ورور نلري ”
ده وخت ده بې بنياده جنګ کونکو او ده افغانستان پر خاوره په پريديو توفکان جنګ کونکو ته دلايق صاب، يوو پيغام داسي دی چي،
دا ابدي پرديسان چرته درومي
د دوي دمنډو سرانجام به څه وي؟
ولي په غرونو او رغونو ګرزي
ددې ستومانه کار وان مرام به څه وي؟
سليمان لايق، دمزدورانو او مظلومانو، رهنمايي او وهغو ته دخپل حق غوشتلو پيغام په بار بار ورکړی دی، او ده وطن دجابر او دنړيوال جابر خلاف يې هروخت دمظلوم همايت کړی، دا بيا بيله خبره، چي خلګ دي، ميخايل ګورباچوف ستايي او لايق دي نه پيژني، دا بيا بيله خبره ده چي دنيا ده وسټالن ته مزدور دوسته وايي، خو افغان سليمان لايق دي نه پيژني، ده دې شاته لاعمل هم دادی، چي سټالن ته لينن يوو جوړ نظام او قامونه ورکړل، خو سليمان لايق ددړي وړي افغانستان وکلا ته پتري وهل، دا بيا بيله خبره ده چي ګورباچيو ده رشيا وخلګو ته لژ جمهوري آذادي ورکړله خو سليمان لايق له اوله تر آخر افغانستان او افغانان ده سامراجي او داخلي واک دارانو له پنجو راکشل، هم دغه پيغام استاد لايق داسي بيانوي،
ستا يې په څه که دوطن حاکمان
خلګو ته کواشي او بيګار چلوي
په هغو لارو چي خرنشي ختای
په انسانانوباندي بارچلوي
استاد لايق، دمزدورانو داحساس مطابق وهغوي ته دوطن غرونو او دشتي دهغوي دکور په توګه معاروفي کوي، او غواړي چي په خلګو کي دخپلي خاوري دواک توان پيداسي، هغه په خپل نظم کي وايي،
داستالمن دبې لمنو لمن
داستاهستي دبې حاصلو هستي،
داستاغوغا دنازولو غوغا
داستامستي ده نااميدو مستي
هم دارنګه په ټولنه کي دغير منصفانه تقسيم او ده لوړ او کشته قدرتي او انساني توفير ته لايق صاب هيڅ کله هم شه ندي ويلي، هغه هر وخت دبرابري او مساوي ټولني پرچارکړی دی او دا پيغام يې ډير په خشم سره دخپل وطن له غرونو سره بيان کړی دی،
دهم دغي نا طبقاتي ټولني، وانسانو، غرونو او وسايلو ته يې داسي ويلي دي،
داستاځوځان دبزګرانو برخه
دستاغنم دنازولو شومه
پرهره لاره کي دي ايشي ازغي
په هره لاره کي دي ايشي لومه
هم دا رنګه يې دمزدور دخولو او زيار په زور جوړسوی او اباد سوی، وطن خو دهغه وطن او ماڼيو محاصلات چي په څه رنګه غير منصفانه طريقه تقسيم شوي دي ودې ته لايق صاب په خپل نظم کي دمزدور په رهنمايي کي اشاره کوي،
داستاخوراک دبزګرانو غوشه
داستاشراب ده زيار کشانو وينه
داستااميل د دوي درغووپولۍ
دا ستا مينه دظالم مينه
داستاد سليمان لايق، په شاعرۍ او نظم کي که څه هم درې مفکورې يا پیغامونه زيات دي، لکه سوچه قام فرستي، سوچه مظلوميت او سوچه پشتون کلتور پسند، خو له هم دې سره سره پکي نور هم بلها موضوعات او عالمي انساني فکرونه څرګنديژي، دقدرمن لايق صاب شخصيت او فکر په يوه ترازو کي تلل رما په خيال دا به ورسره نا انصافي وي، هغه ځکه چي قدرمن لايق صاب، ده عالمي بشري خصوصيات خاوند دی، هغه دخپل نظم په ګلکده کي هر هغه ګل کرلای دی کم چي په انساني سترګو او دماغ شه اثر کوي او هر وخت يې دنوي صباوون او له تيارې سره په جنګ دنمر دڅرک خبره کړګي ده، هغه په خپل فکر پر يوو داسي نړۍ جوړولو هم يقين لرونکي وو چي بې له سرحداتو او زاتي ملکيتونو پکي انسانان ژوند وکي، لکه چي هغه په خپل نظم کی وايي،
زما زړه ته لوی محل را
زما کور واړه جهان که
څوک مي وړونو څوک مي خويندي
يوو وجود راته انسان را
لايق صاب، له سياسي ډګره ما ورا په تخليقي شعور کي ده انسانيت لپاره هرهغه خوب ليدلی کم خوب چي ده نړۍ هر ابني ادن دپرامنه ټولي او خوشحال انسان لپاره لاره، استاد سليمان لايق، په خپله افغاني ټولنه کي او دمظلوم افغان اولس لپاره هم دومره هلي ځلي کړګي دي، لکه څومره چي کينګ مارټن لوتر ده تورو امريکنو لپاره وکړې
دا واضع خبره ده چي دنړۍ ټولي ټولني يوو رنګه خصوصيات نلري، که څه هم په سياست کي دزمان او مکان، يعني جيو فوليټکس پراخ اثر وي خو بيا هم، وهشت، ويره، ظلم، نا انصافي او جمود هر ځای پر هر انساني زهن يوو رنګه اثر کوي، لکه څنګه چي مارټن، لوتر، نيلسن منډيلا، دخپل قام سره ده انصافۍ پر ضد مباريزه کوله،
هم هغسي، استاد سليمان لايق، دخپل پشتون افغان اولس لپاره، وهري سختي ته تيار ؤ
خو دا ده پشتنو دخپل واک دنه شتون له کبله دپشتنو ستر سياسي او ادبي مباريزين، تر نړيوالي کچي خو پريژده، خو په خپل منځ پښتانه ورباندي خبر نوي، ځکه افغان سليمان لايق، دده دوخت له هرعالمي سياسي، ادبي شخصيت سره موازنه کولای سم، پدې خاطر چي دټولني وبدلون ته چي څومره، دسياسي هلو ځلو اړتيا وي هم هغومره ده ادب ضرورت وي، هغه ځکه چي ادب، اول زل دانسان په زهنيت کي بلها بدلون راولي، هم دا وجه ده چي ده انقلاب فرانس په راتګ کي ده روسو، دعمراني معايدې او ده والټير، کانديد، ناول او مختلفو مکالو اثر ګڼل کيژي، ليکن دا بيا بيله خبره، ده، چي ده والټېر او روسو پر ادبياتو او افکارو دهغه خپل الس او حکومتونو کار وکړ خو ده افغان سليمان لايق، په کتابونو پشتانه خبر هم ندي،
استاد سليمان لايق، هم په کايناتو کي هغه تخلقات خوش کړي او ده خپلي شاعري له لاري يې وزان ته هغسي سوغاتونه ټاکلي دي دکمو الفاظو ذکر چي موژ ته دسترخوشحال په شاعرۍ کي شکاري، لکه دی وايي،
زما نظر لکه دباز که
پلن په غرونو، رغو تړو
رما ليمه لکه باران که
هم په لوړو هم ځورو
هم داسي ده بشردوستۍ پيغام ونړۍ ته ورکوي کم پيغام چي محمدصله په مدينه کي، ده حضرت بلال او ابو جهل ترمنځ بیان کړی وو، دی وايي،
يوو جهان ده انسانانو
چي کي خوار او امير نوي
چي ځګيروای ترې پورته نشي
څوک کي خوار اسير نوي
استاد لايق صاب، دمظلوم او مزدور، خوله، دهغو وچي شونډي، سپيره مخ او ستړی روح،
هروخت دخپل نظم او غزلي په درد کي رانغشتی دی، پر لايق صاب دا اثر ځکه هم زيات سوی دی،
چي يوو خو په دريمه نړۍ کي ده اولي او دويمي نړۍ دشکاره برابري نظام تنده زياته وله او بل،
په پښتنو کي هم طبقاتي توفير ميشت وو، نو ځکه استاد لايق له قام پالۍ سره سره دمزدور او مظلوم همايتي وو، او دمزدورانو لپاره يې دشه صباوون خوب ليده لکه چي لايق صاب وايي،
دمظلوم اوشکي درياب که
ترې نه توچت که توفانونه
پرې خوره برشنا دعشق که
ترينه جوړکه جهانونه
استاد لايق، پدې هم دستر احترام وړ دی چي هغه دټولني هغه ټول ناوړه بنيادونه په نخشه کړي دي،
کم چي وانساني زهن ته دجمود لومه دروي، او ده کيژدۍ هغه زړې ريوايتي مراندي يې په نوي شکل کي وودلګي دي، په کمه ټولنه کي چي پر مابعد طبياتو غوندي موضوعاتو باندي پاندي، او ده پريديو بزمو او کلتورو نظام پر افغانستان خوريدي،
نو لايق صاب هلته دخپل شعر له لاري وخپل اولس ته، دجنتي حورو بجايې، دپشتنې پيغلي حسن، ستايلی دی، او ده پټ جنت په خاطر يې دشکاره افغانستان خړي دشتي او غرونو، دپيغلو ګودرو او دپشتنو دټنګ ټکور پرچار زيات کړی دی، هر وخت يې وخت يې ده جمود فکر په “ته ” او ده روشانه ژوند فکر په “زه ” يادکړی دی، لکه چي دی وايي،
ته ده اسمان دسپپنو اينجونو عاشق
دزړوشپو دجهانونوعاشق
ذه دسړې مځکي په سره کوګل کي
دزلزلواو توفانونوعاشق
استاد لايق، ده اسمان او انسان ترمنځ په رشته او دوستۍ کي هر وخت ده انسان ده دوستۍ ذکر او ملګرتيا کړګي ده، هغه دهسي نام نهاده روشن فکرو په شان ده دوغله فن شکار نه وو بلکه پدې پوهيدۍ چي ده جون کيټ تر “فيراډيس لوسټ “ده فرانز کافکا، ده “سټرنجر” نامي ناول فکر دنوشت بنسټ ګر دی، نو ځکه يې ده ادم تر قصه ده اوسني انسان پر ژون زيات زور ورکړی دی، لکه چي لايق صاب داسي بيان کړی دی،
تازړه بايللی داسمان په مينه
مازړه بايللی ده انسان په مينه
ته له خپل عشقه ټول جهان ځاروې
زه چي ژوندای يم ده انسان په مينه
هم دغسي يې دپټو حورو دميني بجايې ده دغي نړۍ دانسانو دبقا لپاره دلمبو ژوند خوش کړی دی، خو دجنت په خاطر يې پر اولس لمبې ندي خوشي کړګي، هغه دوجوديت اونيست په مفکوره سم پوشوی وو، نو ځکه يې وهغو لمبو وژوند ته په کم کي چي انسانيت بقاوي ترجي ورکړله تردې چي، دپردي بزم په خاطر يې خپله ودانه نړي دحورو په حوس ختمه شي، لکه چي څنګه لايق صاب وايي،
دواړه مين يو خو د دواړو لارو
زه ده ننګونو ته دانجونو مين
ته دليلا داننګومين يې
زه په لمبو کي دجنګونو مين
هم دغسي يې، ده عربو دبرمونو او ده امن دشکاره سنګار په خاطر دقامونو دکلتور غلام کولو داوګير او پرچار کونکي هم وخپل قام ته ورشکاره کړل، او هغه کارونه چي ده هغو ده امن په قله کي وسول ده دنيا په جنګي ميدانو کي هم ندي سوي، دخپل اولس او خپل کلتور تر منځ دتړون ساتلو په خاطر لايق صاب هر وخت پردای يرغلګر رټلی دی او دهغه کرتوت يې وپښتنو ته ورشکاره کړي دي لکه چي هغه په خپله غزل کي وايي،
ده آذادۍ امام راغلی هيوادونه لوټي دامن سولي ترانه سوله رشتيابدله
مخکې شارونو لوټل اوس ستر هيوادونه لوټي
غلاهم هغه ده اندازه شوله دغلابدله
استاد سليمان لايق، دخپل وخت او السي نفسياتو مطابق، هرڅه بيان کړي دي، دا زما يقين دی، چي په اوسني وخت کي به لکه مولانارومي مشهورسي ولي چي دفطرت او انسان تعلق يې ډير په واضع انداز بيان کړی خو وده ته يا ده دده وکتاب ته به درابندر نارت ټيګور رنګه نوبل انعام ورنکړل سي هغه ځکه چي ټيګور هغه څه ليکلي ول کم څه چي ديورپ او برطانيې خوش ول، معنا په شعر کي دتصوف، روح او امن ذکر کم څه چي دهغه وخت دکالونيل نشنز نه بلکه ده سامراجي قوتونو لپاره مفيد ثابت سول، ليکين سليمان لايق، په خپل اولس کي دپريدي يرغلګر خلاف داسي دبغاوت مفکوره خوره کړګي وله چي دنړۍ، دهر استعماري قوت لپاره ديوو خطر نه کم نه وو،
هغه ده پشتنو پر تارپخي ټاټوبي، دپريديو يرغلګرو، هر هغه عمل غندلی دی کم چي دپښتنو دوطن دقبضه کولو په خاطر وشو لکه څنګه چي لايق صاب وايي
جهاد شعار شو دانګريزانو
دتالانګړو امريکايانو
سعود يې راوست دافغان جنګ ته
صليب چلتارشو دعربيانو
دې سپکو شويوژيرو ته ګوره
چي اوور راشندي له پردي کوره
خپل خلګ وژني دبل لپاره
ورينداره بيا يي له خپله وروره

لايق صاب، که څه هم په سياسي ډګر کي خلا پريشودله، خو دخپل فکر ترجماني او دقام او وطن ژغ يې ترمرګه دخپل ادب له لاري بيان کړ، ده په خپلو اکثر نظمونو او غزلو کي پردي تاړاکيان او دکرايې مسلمان په کلکو ټکو غندلي دي، دساړه جنګ په وخت کي يې نام نهاد مسلمانان ملکونه لکه عرب، ايران، او پاکستان چي د مسلمان افغانستان پر وجود يې وارونه کول داسي غندلي دي،

کابل چړي خانه شوه دعربو دناتار
وطن يوه منډۍ شوه دپريديو دبازار
لرغوني باميان وران شول دپنجاپ په افتخار
معصوم بودا شهيدشو په چاړه ده استکبار
فيصل زموژ امام شو اسامه زموژ پلار

استاد لايق، درخمي افغانستان، پر وجود مرهمونه لګول، او دخپل ذړه هال بې هروخت په لر اوبر کي له وياړلو پښتنو سره شريکولو، هغه دپښتنو ترمنځ دتوري کرشي سخت مخالف، نو ځکه به يې کله وغني خان بابا ته او اکثره وخت وجمل خټک صاب ته سلامونه او نخشي ورالژلې، اجمل خټک صاب، به هروخت دلايق صاب له سلامونو ورسته دغه کاکړۍ، غاړه ويله
سلامونه رالژې
په تګ دزوي مري سي رازې
کله چي اجمل خټک صاب دغه نظم ليکلی وو چي،
دا مزی دتور خم تيره لکه خنجر،
نو لايق صاب ورته خپل احساسات په کاکړۍ غاړه کي داسي ليکلي ول،
زما وستا له ميانه دي
ګرانه دا غر بم نړاوي،
کله چي ستر لايق صاب له افغانستانه پيشاور ته راغلی وو نو ده واپسي په تلو باندي اجمل خټک صاب ورته داسي ويلي ول،
په مرګي دنسي ورک
په ژوند به بيا راسي نازک
بيا چي کله، اجمل ځټک له افغانستان زخه واپس راتلۍ، نو لايق صاب ورته ويلي ول
مرګ دنوي زموژ له ميانه
که ژوند وي رابسې ګرانه،
هم دغه احساسات ول، هم ددغې ميني په ترڅ کي دلر اوبر رشته ترمنځ تړون موجود دی،
دلايق، اواجمل ترمنځ کڅه هم ده يوو ملت او وطن مينه وله، خو دا مينه هم دومره خوژه وه لکه درومي او شمس تبريز مينه، ده لايق اواز دبر اواز وو داجمل اواز ده لر اواز وو ،
هم دا دخپلولۍ او قامي رشتې په خاطر به سليمان لايق ته ويل،
دتا هستي دهندوکش ترانه
زما نڅا داباسين سندره
راځه چي جوړه کړو په دواړو زړونو
يوو غوره شوي پشتني سندره،
راځه چي غروکي آذادي نشرکو
راځه چي خاوري ته احساس ورکړو
راځه چي شپولو کي برپشنا خوره کړو
راځه چي کاڼو ته حواس ورکړو
دغه دوه، دملي وحدت عاشقان، او ده آذادۍ داتڼ هغه ملګري ول چي دواړو نيمه خوا خوبونه يو وړل، په بل ځای کي بيا لايق صاب ليکي،
ايې خوژه ياره، دغومونو اشنا
دحواديثو دکلونو اشنا
ته داټک دسرکشيو ګوا
زه دپامير دتوپانونو اشنا
استاد لايق، دخپل وخت، هغه نه ستړی کيدونکي انسان دی، چي له بلها نا اميديو ورسته، يې دژوند او ده ودان افغانستان اميدونه ستالي ول، ديوو نوي سهار په اميد يې خپل فکر داسي بيان کړی دی،
راته شکاريژي، چي اوس لمر خيزي
دشپې لمنی کي به رڼا شکاره
دزړه کړکۍ چي څنګه خلاصه کړم
منظر دنوي پشتونخوا شکاري
هم دغسي، ده ورانو کوڅو او نړيدلو شارونو، دزخمي بورا او شهيد ګل، دوچ ګودر، او بې پانګو چنار، دمسافر ځوان او تنها پیغلي ده بيا ابادولو په حقله په اميد سره وايي،
په مړو ايرو به پسرلای راشي
زه په چمن کي نوی ژوند وينم
مړاوي ګلان به وزر وغوړوي
زې له سباسره فيوند وينم،
قدرمن سليمان لايق، دپښتو په ادبياتو کي ځان ته يوو ستر مکام او منفرد انداز لري، هغه ديوو ستر اديب په هيڅ دپښتو وفولکلورته ډير احترام درلود، له بلها ادبي مکالو سره سره يې بلها کتابونه ليکلي دي، د ده پر کتابو به درته زموژ نور ميلمانه خپلي مکالې بيان کړي، خو زه دومره غواړم چي د ده دلکلو کتابو نومونه درته بيان کړم،
1 ) يادونه درمندونه، 1978
2 ) باد بان 1981
3 ) قصې افسانې 1981
4 ) کيژدۍ 1981
5 ). سائل 1984
6 ) اباسين سپيدې 1983
7 ) شپيلۍ 1983
8 ) سمت رويش جاريا فارسي کتاب 1984
9 ). دپښتو لنډيو تحليلي رساله 1983
10 ) شعبې اوترانې 1987
11 ) مختصر درباره قبايل پشتون 1986
12 ) آغاز بدون انجام 1996
13) غرونه کساتونه 1998
14 ) سپرغکي 2004
دا ټول دستر اديب سليمان لايق صاب ليکلي آثار دی، له هم دې اثارو معلوميژي چي لايق صاب څوني لوستي او تخليقي شخصيت وو، يقينن ده لايق صاب په تللو چي په پشتو ادب کي کمه فضاخالي سوله زما خيال نسي چي دا دي په روانه پيړۍ کي پوره سي،
لايق صاب، به ويل چي زه هغه نمر يم چي دشپې له تيارو زخه وزم او ده نمر ده اول څرک په څير يم، خو يوو ورځ بداسي راسي چي نمر به رڼا وکي تاسو به ټول ياست خو زبه نه يم، نن هم هغسي ده چي موژ ټول يو خو قدرمن لايق صاب نسته، ده لايق صاب، دتللو په وخت کي دپښتنو ده وطن پښتونخو خاوري پر خوله دغه غاړه وله
تــه سي زې رضا دچا ده
ستا په تګ نا رضا زما ده
روح يې شاد پر ګور يې نورشه

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه