دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهډیوډ پیټریاس :د دوحي تړون د امريکا په تاريخ کې ترټولو بد...

ډیوډ پیټریاس :د دوحي تړون د امريکا په تاريخ کې ترټولو بد سياسي تړون دی.

ویب ډیسک

امريکايي جنرال ډېوېډ پټريوس په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، چې د دوحې هوکړه چې له مخې يې طالبان واک ته ورسېدل، د امريکا په تاريخ کې ترټولو بد سياسي تړون دی.

د پټريوس په وينا، د دوحې هوکړه او د ۵ زره طالب بنديانو خلاصون په افغانستان کې د جمهوري نظام د پرځېدو لامل شو.

په افغانستان کې د ناټو او امريکايي پوځيانو دغه پخواني قومندان په خپلې تازه مقاله کې ويلي، چې له افغانستان څخه د امريکايي پوځيانو په بېړه وتل د دوی د سیالانو د هغو ادعاوو تائيد دی، چې وايي امريکا د ډاډ وړ متحد نه دی.

پېټريوس د خپلې مقالې په دوام ليکلي، هېڅ بشپړ باور نشته چې د امريکا متحده ايالتونه به بيا ځلې افغانستان کې ښکېل نشي.

د دغه متقاعد امريکايي جنرال په وينا، له افغانستانه د امريکا په وتلو سره نه جګړه درېدلې او نه هم په دغه هېواد کې د امريکا ښکېلتيا. د هغه په بارو له افغانستانه د بهرنيو پوځيانو وتل پر دغه هېواد ناوړه اغېزې پريښي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه