یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې په چاودنه کې دوه تنه...

د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې په چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او یو ژوبل دی.

ویب ډیسک

د ژغورنې او مرستدویه چارو ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) د  رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې چاودنه د مارچ ۱۰مې پر سهار د بورډ بازار پر ناصر باغ سړک شوې ده.

بیان وايي، ژوبل کس یې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدولی دی.

اداره د لومړنیو معلوماتو پر اساس وايي چې ښايي چوونکي مواد په یو موټرسایکل کې ايښي ول.

خو پولیسو لا د پېښې د نوعیت په اړه څه نه دي ویلي.

د چاودنې ذمه واري لا چا نه ده منلې.

په خیبر پښتونخوا کې امنیتي وضعیت د ۲۰۲۲ز کال له پای راهیسې خراب دی. خو حکومتي او امنیتي چارواکي وايي چې د امنیت ټینګښت ته ژمن دي او د وسلوالو پرضد یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه